انور وفا سمندر

۱۱

د قومندانانو د شورا تورونه:

له کابله راغلیو، دولتي مامورین، وړو منصبداران، عسکر، مکتبیان او پوهنتونیان، په دې ګناه تورن وه، چې د ماموریت او رسمي کار د وخت کورتۍ اغوندي، سیند کې لامبي، وېښتان ږمنځوي، په پولو ګرځي او بله یې دا چې کورتۍ په اوږو اچوي!

امیر او قومندان په پاڼه دستخط کړی وه، چې یاد یاغي باغي کسان راټول او «مرکز» ته ور وخېژوي، څو ددغو نارواوو حساب ورڅخه واخیستل شي.

دا د بل د بدلولو د دوزخ یوه وړه او هېره کیسه ده، خو موږ او تاسو انقلاب او ایډیالوجۍ سوی نسل په سلهاوو او زرهاوو  داسې نورې کیسې او خاطرې په یاد لرو، چې د بل د بدلولو د کار دوزخي اتلانو، د آزادو او خپلواکو انسانانو په ژوند، آزادۍ او بالاخره د هغوی په سر او مال باندې څه راوړل!!

په هرحال د مجاهد او شهید آمان شخصي مېړانه وه، چې ټول روغ رمټ کابل ته را واوښتل او څه مهال د قومندانانو له شورا پټ شول. لږ تر لږه دادی څلوېښت شاوخوا کلونه کېږي، چې پر افغانستان د بل بدلولو دوزخ سور اور بل کړی دی.

دا اور موږ خپله بل کړی. دا اور له هغې ورځې بل شوی، چې زما ذهن کې دې فکر ځای نیولی، چې زه غوره یم بل بدل دی. دا اور لا ځکه پر موږ را ګډ دی، چې زه او زما فکر، چلند، اخلاق، رواج، دود-فرهنګ اصیل دي، د بل بدل او ناچله دي.

دلته که د کارګر او بزګر سور نظام راشي، که امریکې کې روزل شوې ډموکراسي، دلته که خلافت ټینګ شي، یا ملتپال د قدرت پر آس سپاره شي، بیا هم اور بل دی، ځکه چې موږ خپل اصولي فکر-باور، اخلاق، فرهنګ او تمدن د بل د بدلولو لپاره په کار اچوو.

لویان؛ د حقیقت کاغذي څېرې

حقیقت له ټول بشري عقل، تفکر، ایجاد او پاللو مشر او بر دی. او ماشومان د حقیقت په عمر دي. ځکه یې سترګې، لیده کاته، خنداوې، منډې او لوبې د روح جنتي سرنوشت د سړي مخې ته ږدي.

دغه خدایي نښې نه دي عادت شوي. دا موږ یو چې هغوی د خپل ژوند، فکر، عادت، اخلاقو، رواجونو او ښو او بدو په چرسو، بنګو، هیروینو او شرابو معتادوو.

آه! لکه، چې ټول عقل معتاد دی!؟ موږ ماشومان په را لوېولو سره، دومره په زوره په خپلو خبرو، ویناو، نصحیتونو او رواجونو زده کولو او تکراراولو اړ باسو، چې دا ورته په یوازیني واقعیت واوړي.

موږ له ځانه یوه تکرار دنیا پرېږدو. موږ له ځانه تکرار انسانان پرېږدو.

موږ دومره تنګ نظره یو، چې ژوند ته د یوې بلې خبرې، یوه بل فکر-باور، یوه بل اخلاق او رسم اجازه نه ورکوو. موږ خپل بچیان، او خپلوان په خپل تکرار بدلوو.

ځکه د زړو شیانو لپاره جنګېږو!

ځکه زړې حافظې را په کې حکومت کوي، ځکه په ژوند نه پوهېږو؛

ځکه نو موږ ژوند نه کوو؛ بلکې ژوند تېروو!!!

ځکه نو هرڅه، چې خورو، نو مالګه یې پېریانو وړې. هرڅه چې څښو نو خو خوند یې نشته. هرڅه ګورو، خو زړه مو ورسره آرام نه مومي. هرڅه ګټو. هرڅه پیدا کوو. هر هر څه زیرمه کوو. خو ډاډ مو له زړه او ژونده ګډه کړې!

موږ څه شي پسې سرګردانه یو؟

نور بیا

زړونه او ذهنونه مو د حقیقت په اقیانونس کې لامده خیشته اوسه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *