انور وفا سمندر

۱۵

 وګړي د لاس اوږدې او لنډې ګوتې

زما دویمې مورنۍ انا، چې زموږ د هستوګنې د سیمې یعني چارېکې، د چارکلا څلورو واړو کلیو مشرانو او کشرانو به «ببو» بلله؛ په ښځتوب زړوره نارینه وه. هغې هم کور کاوه او هم یې د پټي بار پورته کاوه. هغې به چې کلي کې د واړه او د زاړه کانه وانه ولیده؛ نو وېل به یې «ښه وګوره! آیا دا د لاس ګوتې یو برابر دي؟ بنیادمان د لاس ګوتې دي!!!»

ببو به له خپلو تمثیلي فلسفي وینا سره، د خپل لاس خلاصه پنجه او اوږدې او لنډکۍ ګوتې سړي ته خلاصې ونیولې.

د لاس په ورغوي او ګوتو یې نه د نقالو مکتبیانو په شان، د الجبر فرمولونه یا د کیمیا معادلې کښل شوې وې، او نه د سخات یا سرسایې د طریقې د ملایانو میم زورما ټوله…خو  خلاص لاس یې هر انسان په خپل ځای کښېناوه.

ببو دغه فلسفه په خپل اویا- اتیا کلن عمر موندلې وه. خو دغې ساده تجربي فلسفې سړي ته دا ورښووله، چې انسانان په قد او په وزن او په قوم یا ژبه برابرېدلای شي؛ خو په مضمون او معنا نه!

انسانان به په مکتب او مذهب یو وي؛ خو په فکر او ذوق نه!

هغوی په یوه ځای، یوه تمدن کې ګډ ژوند کولای شي؛ خو په چلند او اخلاقو به جلا جلا وي!

لنډه دا چې: انسانان په پوهه او درک سره جلا دي، له یو بله خپلواک دي.

انسانان متفاوت سرنوشتونه او د فردي آزادیو او فردي مسوولیتونو لرونکي او پلي کوونکي دي.

د کلیوالې ببو یوې خبرې «آیا دا د لاس ګوتې یو برابر دي؟ او بنیادمان د لاس ګوتې دي.»  خروار خروار معنا زموږ پر خوبولې، ستړې او پڅې انساني اګاهۍ را شیندلای شي:

«بنیادمان د لاس ګوتې دي. آیا د لاس ګوتې برابرې دي!؟ داسې هر سړی فرق کوي. څوک لږ پوهېږي، څوک ډېر پوهېږي. څوک په یوه فکر او خیال وي، څوک په بل فکر او خیال وي…!»

موږ اعداد شمېرو. په یوه کې یوازې یو ځاېږي. یو فکر فقط یو فکر دی. یو باور فقط یو باور دی. د یوه لاس ګوتې هم داسې دي. پنځه واړه ګوتې دي. خو ګوتې دي؛ نه «ګوته»!

پنځه واړه ګوتې له غوښنو عضلو او هډوکو جوړې دي؛ خو هره ګوته جلا کار، جلا شکل او جوړښت، جلا سرنوشت، او جلا استعداد لري. ځکه نو دا «ګوتې» دي!

وګورئ! یو مذهب فقط یو مذهب دی؛ ځکه چې یو ډول اخلاقي-عبادي اصول لري.

یوه مذهب کې مېلیونونه وګړي شامل دي؛ نو د یوه مذهب د پیروانو شمېر، د مذهب شمېر نه شي ور زیاتولای. ځکه ټول د یو ډول اوصولو تابع او فرمانبردار دي.

خو انسانان رنګ په رنګ دي. متفاوت دي. د لاس د ګوتو په شان مختلف استعدادونه، واکونه، مسوولیتونه، کارونه  -او تر ټولو مهم- هر یو خپل خپل برخلیکي ذخایر له ځان سره لري.

انسانان خپلواکې اګاهۍ دي. هر انسان د خپلې فردي آزادۍ او مسوولیت خاوند دی.

ببو، چې ما به «ادې» بلله؛ ولاړه! اوس یې کالبوت د میدان درې، د خواجه اسحق ولي له زیارت ور بر، د لوړې غونډۍ په خاروینه ډډه، تر دوو ښځینه شناختو لاندې پټ دی او اروا یې د نالیدلو دنیاګانو په سفر تللې! خو ما یې د خبرې زور نه په سره ډیالکټیک سره ور مات کړای شو او نه د معاصرو بنسټپالو افراطي او معتدل تفسیرونه او تاویلونه د هغې له ساده فلسفې زیات زړه ته تازه اوبه ورکولای شي!

ددې لیکنې د لړۍ د پای ته رسولو غم نیولی وم، چې د ذهن له کوم ورک ارشیفه، د ادې فلسفه را په زړه شوه.

دې فلسفې ته به په بله ورځ بیا راګرځو.

تر بیا

په خپله فردي ازادۍ کې شنه اوسئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *