انور وفا سمندر

 ۱۳

” هیڅ بینادم، مکان او یا څه شی کامل نه دی…څومره آسانه ده، چې د بل تفاوت ته د خطا په سترګه وګورو. موږ د «سم» او «ناسم» په اړه د خپلو عقایدو په بند کې اسیر یاستو.”

د بل «بدلول» په ملي او نړیواله کچه، د زیاتو ورانیو، قتلونو، غمونو او دردونو لامل شوي دي. د بل بدلولو، د انسان شرافت داغلی دی. دې فکر شریف انسان په یوه غاصب، نیواکګر، زندۍ کوونکی، قاتل او ورانونکی حیوان بدل کړی-مسخه کړی- دی.

 د بل بدلول د جګړو مور ده. له قدیمه را هیسې، بل بدلول پر ذهن حکومت کوي؛ ځکه نو ذهني-مادي مذهب هم بلل کېدلای شي.

بل بدلولو لومړی ذهنونه او فکرونه لاندې کول -او کوي- او وروسته؛ لکه له وښو لاندې اوبه، په حکومتي مرکزونو  یرغل وروړ او ور وړي.

دې جګړې واکمن فکرونه، مادي-ذهني مذهبونه، اخلاق، رواجونه او تمدونونه، پخپلو سړیو او وسلو سره را نسکور کړي او نړولي دي.

د بل بدلولو هر دور به پېل کې، د وخت د زورور مادي-ذهني نابغه کوډګر په زورورو احکامو سره، انساني اګاهي مغلوبوله او له دې سره یې خپل سړي او سرتيري، خپلې وسلې او ټانکونه، خپلې سرچینې او خاوره، د زاړه او له موډه لوېدلي ذهني- مادي مذهب او واکمنۍ او له ښې وتو فرهنګونو پرضد ور اړول او دې سره نړۍ له سره بدلېدله.

له دې مادي- ذهني اوښتون سره به راټوله شوې انساني، کلتوري، اجتماعي او حتا اقتصادي سرمایه نړېدله او ددې پر کنډوالو به د فاتح فکر او باور بېرغ ودرېده، شکل کېده او د هر څه ظاهري حالت به جوړېده.

بیا نو نوې نمانځنې رامینځته کېدې. نوي شوالیه او سرداران نمانځل کېدل. د وژل شویو لویو وینو تویونکو زیارتونه او متبرک ځایونه جوړېدل او تویې شوې وینه، د قلم له لارې، د تاریخ کتابونو ته ننوته او ننوځي. او اینده ماشومانو د خپل ډول کله منارونو روایت، د حماسې په نامه لوسته او په ډله ییزو ترانو کې زمزمه کاوه.

نه! نه کېږي! څه شی دي، چې افشا کېدل یې مخکې له وخته دي. دا کار لویه بیه غواړي!

زما وجود د «قتل» بندولو چیغې وهي! نو ورکه دې وي د مرګ رسۍ، یا چاړه، یا توره، یا توپ، ټوپک، الوتکه او هغه وژونکي واسکټونه، چې ګل مخو ولس، اتلس او شل کلنو ته، د تویې شویو وینو په وزن، نالیدلې ناوکۍ، د بې مړي جنازې په اوله شپه، بې ټنګه او ټونګه په لاس ورکوي!

له هغې ورځې چې انسان د «مسوولیت» او «رسالت!» او «نجات!!» او څه او څه په نامه، د بل بدلول پېل کړي دي:

له هغې راهیسې یې سپین خدایي طبیعت اوښتی!

له هغې را په دې خوا یې جنتي څېره سپیره شوې!!

له هغې را وروسته، هغه د فکر غلام دی او غواړي دغه غلامي په ټوله ځمکه جاري او د تل لپاره دود وګرځوي!!!

له ټولو ذهني دلاېلو چې تېر شو، بیا ځان ددې پوښتنې په وړاندې وینم:

نور بیا

آزادي او ځان موندنه مو سرنوشت اوسه!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *