انور وفا سمندر

۱۹ –

انسان د نفسي ذهن په تیارو کې اسیر ګل

نشته داسې ګل چې له یو متنوع او په خپل فردیت را غوړېدلي انسان سره یې مقایسه کړم.

او د یوه بل فکر، باور، نظر او ژوند په شتوالي سره، دغه ټول آزاد انسانان، د خدای تعالی د ارادې په خدمتګارانو بدلېږي.

انسانان او ژوندي موجودات جلا جلا زړونه، او غږونه دي او په دومره غږوره سمفونيکه دنیا کې، ژوند عجیبه موسیقار جشن جوړېږي.

د بل په بخښلو سره ځان وبخښه

د ژوند رود له الهي سرچینو را بهېږي.

دغه رود سپڅلی دی. دا هغه پنځولی او هغه مطلق «ښه» دی؛

نو زه ولې دغه ښه رنګ نه خپلوم؟ ولې ښه په خپل فکر، باور او دریځ سره نه ثابتوم؟

ولې د «کامل»، کاملې «ګاهۍ، آزادۍ او قدرت» لپاره لاره، مجرا، دریڅه، او همکار نه ګرځم؟

آیا له ابدي حقیقت څخه پرته بل ښه هم شته؟ آیا ددې ارزښت نلرم، چې د حقیقت شپېلۍ او سندره شم؟

د کلمې د ژوندي استاد په خبره:

« هر فکر، کلمه او یا عمل، یا زموږ کالبوت پاکوي، یا یې ککړوي.»

نو لویه خدایه! ته مو زړونه د حقیقت د مینې لیوني کړې.

ته مو زړونه او ذهنونه د ژوند لیدلو او پاللو، مرستۍ او همکارۍ لپاره، د قدیمي قدیمي ذهني میراثونو له خوسا خیرو تیارو را خلاص کړې!

ته مو په ټول وجود له ژوند سره مینې کولو ته وزګار او چمتو کړې!

د ژوند او ژوندي حقیقت ښکلا او ځلا او مطلق ښه والی نشم ویلای. دا کار د ذهني ادبیاتو او ساینسي معلوماتو په وس نه دی!

حقیقت د زړه ژبه غواړي او د زړه ادبیات لا د کلام میراث خواره رب النوعه ګان، د ادبي صنایعو او فنونو شاهانه بازار ته نه ور پرېږدي.

دې بازار ته به د یوناني اسطورې له دروازې ور تېرېږې.

دې بازار ته ننوتل د مخورو دروازه بانانو په اجازې سره کېږي.

دلته به یا لرګینې پښې ځان پورې تړې یا به خپلې چنار چنار پښې اره کوې.

دلته د مړو سرودونو او کتابونو د دودونو عطر دي، چې د تخلیق د ډولۍ شهزاده ګان او شهزادګۍ به ور باندې مسموم شوي د واکمن فکر او دریځ بازار ته ننوځي.

زړه بې اجازې میېن دی. حقیقت هم په ټولو نظمونو، سرودونو، کتیبو، لوایحو، سنګ نوشتو، کاغذي متونو، او د وینډوز په جاوګریو مشر دی.

حقیقت بې اجازې شتون درلود او بې اجازې ژوند کوي او راتلونکې هم ددغه بې اجازې حقیقت یوه برخه ده.

حقیقت تر ټولو مشر پوه او مشر ذهن او مشر وجود دی.

حقیقت د انساني ذهن له اجازې پرته ژوندی وه، ژوندی دی او ژوند به تل په حقیقت ډوب او مالامال له الهي سرچینو راځي او بیرته ورځي.

حقیقت بې پلاره دی، بې موره دی.

نه فکر لري او نه د یوه فکر مخالف دی. موږ په ذهني دبدبه، د حقیقت په ښکار پسې را وتي یو.

خو حقیقت ته ځان سپارل، ټوله سوله ده، ټوله فتحه ده. او حقیقت د هرڅه کمال دی.

نو د خبرو پر ځای به یو دمه حقیقت ته غوږ شو.

تر بیا!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *