۲۰ –
بت شوی حقیقت
حقیقت کې یوازې آزادي، اګاهي او قدرت اوسېدلای شي. حقیقت زموږ په فردي آزادۍ، اګاهۍ او مینې سره تمثیلېدلای شي.
موږ د حقیقت مادي- ذهني کنډولي یاستو. حقیقت زموږ د اګاهۍ په اندازه را سره شته.
هر وګړی د فردي اګاهۍ مظهر دی. موږ خپلې فردي اګاهۍ را په ډاګه کړي یاستو.
اګاهي فردي انتخاب دی. ځکه نو حقیقت هم فردي دی.
وګړی حقیقت د خپلې اګاهۍ له قد څخه ویني، هغه بیانوي او په نورو تطبیقوي!
ځکه نو حقیقت د انساني اګاهۍ په خاوره، لرګیو، ژېړو، مسو او وسپنو سره بت شوی او اوس پر ځمکه باندې حکم چلوي.
موږ ښایي د یوه یوه بت شوي حقیقت بتخانه واوسو!
موږ ښایي بندیخانې، زنځیرونه او زولنې، د اعدام او ګویتین رسۍ او ساطورونه د «بت حقیقت» راضي ساتلو لپاره جوړ کړي وي!
ښایي ډېری وینې توېدنې د بت شوي، یا وچ او زاړه شوي، مړه خو «تاریخي حقیقت» په خاطر رامینځ ته شوي وي!!!
آزادي د فرد سرنوشت
خو: له دې ټولو ذهني-نفسي کوډو سره سره، آزادي د فرد سرنوشت دی.
آزادي دومره ډېره، ناپایه او له تصور دباندې ده، چې یو سر یې له «ما، تا، هغه» سره دی او بل سر یې د حقیقت په نو پورې تړلی. او وګړي ټول د حقیقت اولادونه دي!
آزادي د حقیقت له مدینې را پنځېږي.
آزادي خدایي جریان دی. «آزادي» په ټوله هستۍ کې، د خدایي کلمې په توګه لوړې ژورې وهي، تر هغو چې یو فرد په خپل فردي حقیقت کې را ویښ کړي. او فرد «صغیر حقیقت» یا «صغیر کیهان» شي.
دا نوی فرد دی. دا نه څوک بدلوي، نه څوک جوړوي، نه څوک مقدس یا ناولي کوي.
دا فرد یوازې ژوند، آزادي، اګاهي او مینه ویشي.
په داسې «نوي فرد» کېدلو سره یو انسان، یو ژوند ژغورل کېږي.
یوه فرد کې آزادي پنځیږي. او نوی فرد د آزادۍ په نا نوشته سپین کانال بدلېږي.
د فرد سرنوشت د خپلې فردي آزادۍ پوره تجربه کول دي.
انسان تر هغو پورې آزادی دی، چې کولای شي!
انسان آزاد دی، چې مادي شي یا معنوي شي.
انسان آزاد دی، چې ځمکه خپل پایتخت جوړ کړي یا په خپله فردي او نه تجربه شوې لاره، آسماني پایتخت په لور الوت وکړي.
انسان آزاد دی، چې د ګېډې، حواسو او ذهن اشتهاوو لپاره ټول ژوند مصرف کړي یا ځان د ټول ژوند خدمتګار وګرځوي.
انسان آزاد دی، چې بې قید او شرطه مینه ګر شي، یا د شهرت په ګټلو کې خپل زړه له لاسه ورکړي.
انسان آزاد دی، چې د انسان سوځولو بټۍ جوړې کړي یا د زړه له غوښو تاج محل راوباسي.
انسان آزاد دی، چې دنیا په ځان او «ځان» د ذهني نفسانیاتو په شیطان وخوري!
او هغه انسان هم آزاد دی، چې ځان له مادي-ذهني خوبه راپاڅوي، او ځان کې ټول جهان را ویښوي او د خلقت د فلسفې په اراده، د ژوند او ژوندو او د ژوند د نغمه ګرې سرچینې خدمتګار ګرځي.
دادی آزاد انسان! دادی د آزادۍ ځواکمن خدمتګار، دادی د ژوند د ټولو رڼاګانو او نغمو همزولی.
دغه نوی انسان ته به په بله بیا راګرځو!
ښې چارې