انور وفا سمندر

۷

ماشومتوب کې به کله ناکله د مور بیا بیا وېلو په سودا کې واچولم، چې زه به کمزوری را لوی شم، همزولي به-چې ژېړ غوړ، غوښې، وازدې او کوچ ډېر ډېر خوري- زورور، هډور او غښتلي پهلوانان را غټ شي، بیا به زه هیچا سره د جنګ نه وم!!!

د پارتبازۍ او چاکوکشۍ دوره

زما د ترورۍ زوی، محمد حکیم-چې اوس د ملي پولیسو جګړن دی- تر ما څلور پنځه کاله مشر وه؛ خو ښوونځي کې شاته پاتې وه، ځکه نو د ټولګي له پلوه سره نېږدې وو. دا هغه وخت وه، چې له بهره راغلې سیاسي ایډیالوجۍ په مکتبونو کې په ښکار راوتې وې؛ ځکه نو «ګوند ګوند بازي او پارت پارت بازي وۍ» ځکه نو زه هم، د ترورزي په پارت کې شامل شوم.

د هغه ترور بیا کابل کې واده وه، ځکه یې نو کابل کې د شپې ځای درلود. هغه به له کابله بکسپنجې او هشت تقه چاکوګان راوړل او موږ اخیستل. ما هم یو غټ چاکو را ونیوه. دغه چاکو برنجي پوښ کې پټ وه، چې په خاص فنر سره به یې تیغ دباندې راوت.

اوس نو میدان مرکزي لیسې ته هم د سرو او شنو سیاستونو خوشبویي راننوتې وه. مکتبیانو به مظاهرې کولې، چاکوګان او بکسپنجې به یې ګرځولې او دغو په ظاهره ملکي ټوليو او کنډکونو یو بل ته تور او برېښ درلود؛ خو نوره قومنده یې د هم رنګه معلمانو په لاس کې وه.

دا د یو بل بدلولو د دوزخ پېل وه. دغو ایډیالوجیکو ټولیو او کنډکونو کې د فرد رنګ ضایع کېده، او ټولو ګډ رنګ خپلاوه.

دلته د فرد فردیت- ښه ده ووایم شخصیت- قصاص کېده.

دلته آزاد انسانان، د ایدیالوجۍ په سرفو کې ذوب کېدل او له هغوی (ډله، کتله، رمه، ګله او خېل) جوړېده. دلته هر چا له خپلې خولې نفس کاږه، هر چا په خپله خوله خوړل او څښل کول، هر چا په خپله خوله خبرې کولې، هر څوک په خپلو پښو روان وه، هر چا په خپلو لاسونو بل له ستوني را نیوه…

خو دغه پښې او لاسونه، دغه سترګې او غوږونه، دغه خولې او ذهنونه او حتا احساسات، په مرموز ډول، د ایډیالوجۍ په لکۍ پورې تړلي وه. شرایطو ته په کتلو سره، ایډیالوجیو خپل سرتیري په چاکوګانو او بکسپنجو سنبال کړي وه.

ما هم چاکو ګرځاوه، خو د حزبونو د کارو بار لا نه وم. ګوندیان له ورایه معلوم وه. د هغوی خرېلې ږېري، یا سلایي په شان نري بریتان ددې نښه وه، چې څوک دی او د چا د بدلولو لپاره ګوندي امر ته منتظر ولاړ دی؟

هغوی زورور وه. د مکتب او ادارې وس نه پرې رسېده. داود خان مېاشتنۍ آزموینې راووېستې، او د دوی تبلیغات لا په لمبو شول. «ارتجاع، امپریالیزم، فیوډال، ملک، سي ای یې، امریکا…» «سور استعمار، کمونیزم، شوروي، کاجې بې…» د خولې شعارونه وه او په دې خاطر د ثانوي دورې هلکان، په ډله ییز ډول، د یو بل بدلولو ته ستراتیجۍ او تکتیکونه جوړول او هغې ورځې ته ور نېږدې کېدل، چې د سردار په لاسونو جوړ جمهوري نظام نسکور او د بدلون بیرغ په ارګ ورپوي.

نور وروسته

زما ټوله لیکنه دې ستاسو هر یوه له فردي تنوع او شخصیت زار شي!

One thought on “د بل د بدلولو دوزخ/ محمد انور وفا سمندر”
  1. ډیر عاااااااااااااااااااااااااالی خصوصا دغه لاندی ښکلی او له هنر او پند څخه ډکی ښکلی جملی
    چه یو دعقل خاوند لپاره کافی دیُ او باید د پرون حالت چه چاقو او بکس پنجه وه نن په ماشیندار
    ټانګ هلی کوپتر بی ۵۲ بم انفجار ترور چور تالان او داسی نورو کښی وګوری بی شکه دغه
    ننۍ د بدلون دوزخ د پرون د هغو کسانو کار دی او وه چه ستاسو په لینکه کښی په لاندی ډول
    ورته اشاره شوی ده

    دلته آزاد انسانان، د ایدیالوجۍ په سرفو کې ذوب کېدل او له هغوی (ډله، کتله، رمه، ګله او خېل) جوړېده. دلته هر چا له خپلې خولې نفس کاږه، هر چا په خپله خوله خوړل او څښل کول، هر چا په خپله خوله خبرې کولې، هر څوک په خپلو پښو روان وه، هر چا په خپلو لاسونو بل له ستوني را نیوه…

    خو دغه پښې او لاسونه، دغه سترګې او غوږونه، دغه خولې او ذهنونه او حتا احساسات، په مرموز ډول، د ایډیالوجۍ په لکۍ پورې تړلي وه. شرایطو ته په کتلو سره، ایډیالوجیو خپل سرتیري په چاکوګانو او بکسپنجو سنبال کړي وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *