انور وفا سمندر

 ۱۴

پوښتنې دا وې:

که د بل د بدلولو کار او بار، چې احزابو او سیاسیونو په ټیکه اخیستی، نه وه- نه وي- آیا بیا به هم وینه تویې شي؟ آیا زندان کې به څوک پاتې شي؟ آیا ځوانان به مو ځوانیمرګان شي؟ آیا کرکه به داسې د زړه ښایستونه را خوري؟

دا او ډېری داسې نورې پوښتنې د میلیونونو افغانانو پوښتنې دي. دا د نړۍ د هرې ایډیالوجۍ او د ذهني او رواني باورونو ځپلو ملکونو د میلیونونو انسانانو لپاره پوښتنې دي! دا پوښتنې هم زما او هم د هر بل انسان پوښتنې دي. او هم له ما او هم له هر انسان څخه مطرحې پوښتنې دي!

زه او هر یو، سره له دې چې د بل بدلولو دوزخ، ژوند او هستي را سوځولې، له دې سره سره، بیا هم هر انسان په یو ډول نه یو ډول سره، د بل بدلولو، ذهني او عملي دریځ کې ښکېل یاستو! ځکه نو هم پوښتونکي یو او هم د پوښتنو سپینې پاڼې راته پرتې دي!

زه خو دلته په دې اوږده لیک کې دادی لګیا یم؛ غواړم ځان دقیق په هېنداره کې ووینم:

انسان د خپلو تالیفاتو غلام

موږ خپلو تالیف کړو قوانینو، اخلاقو، رواجونو…تېر وېستلي یو. دا پټې وسلې دي.

دا لومړنۍ بې غږه تپانچې دي.

دا سپین زهر دي.

دا مرموز زبېښاک او ښکېلاک دی.

موږ د روا دلایلو په سپرونو او ډالونو مجهز یاستو. موږ یوه فکر-باور اېل کړي یو. موږ ذهني اسیران یاستو. موږ د بل په زندۍ کولو، وهلو، دربولو، شړلو، وژلو او سوځولو سره، له خپلې اصلي جګړې، چې ذهني نفسانیاتو سره ده، څخه تښتو.

موږ تبعیدیان یاستو. موږ ځان ورک کړی. موږ د «ځان» د کتلو، تجربه کولو او نمانځلو نه یاستو!

موږ د غم نېشیان!

موږ ارمانجن یو. موږ ژړاوې، غمونه، واویلاوې، آهونه، د زړه سوزونه زده کړي او په ځان کې را ټول کړي دي. موږ د غم په نېشه اخته یو.

موږ تیت او پرک یو. زړه مو له ذهنه تښتي! حواس مو له بدنه منډې وهي! عواطف مو په حرامو ښکلاو پسې سرګردانه دي! پښې او لاسونه مو د ګېډې او شهرت په کار کې په روزمزد بوخت دي…!!!

او د روح خو هېڅ درک نه لګېږي!

او نسل نسل دا خبره په ذهن او خوله را پرته ده!

زه یم زمررررررررر…ی

علم په موږ کې ختم دی. پوهه او باور په موږ کې ختم دي.

اخلاق او شرافت په موږ کې ختم دي.

دنیا او اخرت په موږ کې ختم دي.

حقیقت په موږ کې ختم دی.

زه د ټولې هستۍ او نیستۍ څېره او ننداره یم.

زه په وګړو کې شهزاده یم. د ټولو سلطان یم. زه واکمن او زړور او یوازینی یم.

دنیا د اغزو کرونده ده. نور وګړي اغزي دی. په فکر او باور راته زهر دي.

تر بیا

لویه خدایا! که د غږېدا او استدلال عادت نه وای؛ حقیقت به څومره ساده وه!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *