۱۶
وړوکی ذهن او لوی؛ خو ساده حقیقت
مرید له استاد څخه وغوښتل چې په حقیقت یې سر ور خلاص کړي!
استاد ووېل: حقیقت ساده دی. دومره ساده، چې تصور یې نشې کولای!
د شاګرد ذهن، زما په شان، ټول عمر، مادي-ذهني فلسفو ور ډک او ټنډ کړی وه؛ پوه نه شو!
بیا یې استاد وپوښته: څنګه ساده دی، چې زه -حتا زه- نه ور باندې پوهېږم!؟
استاد ووېل: ته یو کار وکړه: ځان د حقیقت له ذهني انځورونو تش کړه! هغه څه چې د حقیقت په نامه، ذهن کې ټول کړي؛ ټول لېرې وغورځوه!! له دې سره به سمدستي په اصیل او ساده حقیقت ډک شې!
موږ اصیل او ساده حقیقت، تر یو من کاغذونو، یو خروار نظرونو، فکرونو، فلسفو لاندې پټ کړی.
حقیقت هماغه ساده او سپین ماشومانه سپین عقل دی. هماغه بې جهته، بې تعصبه ذهني موازنه ده.
زموږ جګړې ښایي د یوه ذهني-مادي حقیقت لپاره وي!!! یا ښه ده ووایو، د حقیقت د ذهني شویو نښانو په خاطر وي. ځکه د دین او باور، د فلسفې او بشرپالنې، د تمدن او لیبرالیزم تر بیرغ لاندې د وینو وېالې دي، چې روانې دي. او بشر ورځ تر بلې عصري جنګیالی جوړېږي!!!
«بنیادمان د لاس اوږدې او لنډې ګوتې دي» دا زما د «ادې» د ژوند ټوله فلسفه وه. او څومره ښه وه. خو موږ او زما ورور، پلار، نیکه او کشر نسل کله دې فلسفې ته رسېدلې یو؟ موږ لګیا یو چې د لاس (چې ملت دی) ګوتې ټولې په یوه اندازه وړې یا اوږدې کړو!
وګړي د بوډۍ ټال په رنګ دي. زما د فکر- باور رنګ دنیا لپاره جګړنه مدرسه ده. دنیا زما دښمنه ده. دنیا زما لپاره غم دی. دنیا د تربره سنګر دی.
زه دنیا مغلوبوم. دنیا ځپم. نور بنیادمان:
څوک وژنم، څوک په لاسو، څوک په پښو ګوډوم. څوک بندیانوم. څوک ځان سره یرغمل ساتم!
اه! څه وکړم! غم غم مو د بل بدلولو دوزخ دی.
باور وکړئ، زه غواړم ذهن خوشې کړم او د خیال په نامعلومو ارتفاعاتو کې ودرېږم، حقیقت وګورم او تاسو سره خپل زړه هم، د حقیقت په تازه تصویرونو او تصورونو ښایسته کړم؛ خو څه وکړم خبرې اوږدېږي. ذهن د لاس په پنځو لنډو او اوږدو ګوتو نه قانع کېږي؛ ذهن په دلیل معتاد دی او ځکه دومره خبره را څخه اوږدېږي!
شر
شر، د روزل شويو او دود شويو ذهني-مادي باورونو محصول دی. ځکه نو «زه» وایي:
«زه یم زمرررر…ی پر دې دنیا!…»
د بل د بدلولو دوزخ دومره توري او کلمې وسوځول، خو خبره یې اوږده ده! راځئ دلته به یو څو پوښتنو ته ور لنډ شو:
آیا رواجي او ځانپالی «انسانیت» او خودمحوره «شرافت» یې په بیه لوړ دی که یو څاڅکی وینه؟
د نیازمحمد او دوست محمد او په دې لیکه څو میلیونو نورو له ژونده محرومو شویو انسانانو بیه به څوک پرې کړي او په څه شي به یې پرې کړي؟؟؟ ښه ده، چې زړه ور شو او د بل د بدلولو دوزخ له خپل ذهن، زړه، احساساتو او عمل څخه وباسو.
لویه او په ژوند او ژوندو عشاقه خدایه!
د قتل فکر راڅخه واخلې، د قتل احساسات او عواطف راڅخه واخلې، د بل د بدلولو فکرونه، ایډیالوجۍ، اندونه او باورونه را څخه واخلې!
پاتې خبرې په بله ورځ!
ګوندې تر هغې که یو څه د بل له بدلولو واوړو!