۱۷
«خو هغه چا لپاره چې د حقیقت د اورېدلو وس لري، زما یوه خبره هم معما نه پاتې کېږي. کلمې حقیقت دي او تلپاتې.» تبتی راهب ربازار تارز
زه دوزخ بل دوزخ!
کلونه وړاندې چې کابل کې، بي بي سي سره همکار وم. یوه ورځ ولسي سندرغاړی عبدالله مقری دفتر ته راغلی وه. هغه عجبه د کار خبره وکړه:
« هر یوه، یو څه کړي!!! نو ښه ده، چې هر یو بخښنه وغواړي!»
ښایي د سندربول مقري د خبرو کلمې او د وینا جوړښت به بل ډول وه؛ خو دغه یې مفهوم وه. له هغې ورځې مېاشتې او کلونه تېر شول؛ خو موږ دې بلوغ ته نه یو رسېدلي، چې له یو بل څخه عذر وغواړو.
بې ژونده فکر-بارونو زموږ زړونه او ذهنونه را وچ کړي.
موږ ګرځنده جادوګرو بتانو انتر منتر کړي یو. موږ وچ او جامد او بت شوي فکر د بل جنګ او جګړې ته را اېستلي یو.
ځکه په بل په تنګېږو. بل موږ په غوسه کوي. بل را ته دوزخ دی.
بل زما دوزخ دی؛ زه د بل دوزخ یم.
بل زما هینداره دی. زه په بل کې دوزخ وینم؛ ځکه دوزخ زه یم.
زه خپلو بدرنګه، تورو او لرغونو اورونو په غوسه کړی یم.
زه په بل کې د خپلې بدرنګۍ نندارې، بل ته لیوه کړی یم.
که ځان ته سر ور دننه کړم؛ نو ښایي ټوله بدرنګي، کچه توب، او بدي ځان کې، خپل تل او ضمیر کې را شنه ووینم!!! او پوه شم، چې اور دننه دی، جګړه دننه ده، د جګړې میدان او ځای دننه دی. او زه عمرونه عمرونه په غلط ادرس کې، له غطو هدفونو سره جنګیدلی یم.
نوی ژوند، نوی پیل
زما په موندنه او فکر دا اساسي جګړه ده. دا د ټول عمر جګړه ده او په دې جګړې سره انسان پر ځان لاسبری کېږي. وګړی خپل اصل وجود مومي، او وګړی په خپل اصیل جوهر ژوند پېلوي.
دا نوی ژوند دی. دا تازه پېل دی. دا د خدای تعالی په لور د ورستنېدلو رښتینی هوډ او حرکت دی.
نو ځکه داسې ګڼم چې که یو بل د زړه له کومې ومنو.
یو بل ته ورور شو، خور شو، پلار شو او مور شو… او دې کار سره یوه بل ته سوله شو.
بیا بل زما ښایست ګرځي، زه د بل ښایست ګرځم.
بیا موږ ټول سپین، ښایسته، لکه عاشق ماشومان داسې ژوند ته راوځو.
بیا موږ چېرې نه ځو؛ ځکه ذهن جوړ کړی دوزخ را ته دروغ شوی.
بیا موږ چا پسې نه ځو، څوک نه بدلوو، څوک نه «ښه» کوو؛ ځکه هر څوک په خپل ذات کې «ښه» دی.
بیا له احتیاج څخه وځو، له هیچا ویره نه لرو؛ ځکه چې وېره ذهني مخلوق وه.
وېره ځکه وه، چې زه په غلط ادرس کې له غلطو هدفونو سره جنګېدم.
وېره ځکه وه، چې زما دښمن واقعي نه وه، ذهني وه.
وېره ځکه وه، چې زه برده وم او هوسناک ذهن بادار وه.
په همدې به سره دمه شو!
ګوندې په بل کې د ځان بخښلو هنر بېرته را زده شي!