Samandar wafa۱۸

ژونده! زه عذر غواړم!

اوس وېره نشته؛ ځکه بیا څوک په خپل فکر-باور نه را جذبوم، ځکه خدای تعالی لرم او کامل «قدرت، پوهه او عشق»، له هغه سره دي.

د مقري د ساده زړه خبره کوم او د خپلې هرې هغې خبرې، هر هغه حرکت، هر هغه چلند، هرې هغې وینا، لیکنې، دریځ او هر هغه عمل په خاطر، چې د خدای تعالی د یوه آزاد مخلوق د فردي آزادۍ، شخصي قلمرو، او ګټو پر خلاف- ولو که په نااګاهانه ډول تر سره شوی وي- د زړه له کومې عذر غواړم!

زما په عذر او بخښنې غوښتلو سره یو، یو، یو… ژوند ژغورل کېږي.

د «زه» په «بخښنه غواړم!» سره یو، یو، یو…«بل» په داسې ښکلاوو کې، چې هېڅکله مې پام نه و ور شوی، را پیدا کېږي.

د زړه په پاچاهۍ کې

رښتیا چې زړه ژوندی وي، زړه واکمن وي، زړه پاچا وي، هرڅه سپېڅلي کېږي.

دا بیا زېږون دی. دا نوی ژوند او نوی ژوندون دی. دا له سره ژوندي کېدل دي.

یوه ماشوم ته پام شئ! هغه پرېږدئ، چې د خدای تعالی په دې سپېڅلې ژوندۍ دنیا کې، سپېڅلی او ناسپېڅلی سره بېل کړي،

هغه ته حق ورکړئ، چې د وګړو او خدای تعالی ترمینځ نېږدېوالی او لېرې والی جریب کړي،

هغه پرېږدئ، چې ځمکه او آسمان سره جلا کړي!

ماشوم دا یو هم نه کوي؛ ځکه ماشوم سپېڅلی دی، دنیا یې سپېڅلې ده.

ماشوم داسې خاندي؛ لکه د خلقت په زړه کې چې وي.

ماشوم ته په مرغانو ډکه فضا آسمان دی.

هغه ځاله کې ناست مرغه هم د آسمان په بالاخانه کې ويني.

ماشوم د حقیقت ګاونډی دی. او زه هم په بیا زېږون سره حقیقت کې هستوګنه پېلوم.

مرګ د ډارنو کلتور دی

ژوند زړور زړه غواړي او یوازې عاشق زړه زړور دی. او د عشق قحطي عظیم ډار او هغه بیا انتحار روا کوي.

ځان وژل، ژوند نه کول، او له ژوند څخه مخ اړول، بې وسي ده.

تېښته ده او زموږ د نه پېژندلي درانه ډار لپاره پړونی.

ژوند د آزمېښت ډګر دی. ژوند مبارزه ده.

د مرګ په جوړول سره غازي کېدل څه ځواني ده!؟ زه او ته باید د ژوند غازيان شو.

د ژوند غزا میېن زړه غواړي.

ژوند د سختیو تجربه کول دي.

ژوند په لوړه ختل دي.

ژوند د غرونو له مینځه د لعل او مرجان را وېستل دي.

ژوند کار دی، زیار دی، زده کړه ده، آزموینه ده.

ژوند درد سر دی. ژوند د نامعلومو معلومول دي.

ژوند نوې لار، نوی حرکت، نوی سفر دی.

ژوند د حقیقت شرق ته تر رسېدلو پورې پرله پسې لوېدل او را پورته کېدل دي، لوېدل او پورته کېدل دي…

او دا ټول د خدمت لپاره، د الهي عشق لپاره او د الهي سپرغۍ (روح) لخوا، د خپلو ذاتي الهي صفتونو د خپلولو په خاطر تر سره کېږي!

او عشق بې تعریفه دی، یوازې په «آرامتیا، هوسایۍ، خوشحالۍ، اګاهۍ، بې طرفۍ او بې غرضۍ…» سره تمثېلېدلای شي.

نو:

لویه خدایه! زړونه مو ستا شول، لږ د مینې، اګاهۍ او آزادۍ باران!

تر بیا!

برکت یوسئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *