۵
د ذهن دکتاتوري
انسان اسیر دی، ذهن پاچا دی. ذهن قانون دی.
ذهن له نیکۍ ډک دی. ذهن ځمکنۍ او آسماني برائت پاڼې په واک کې لري.
ذهن د انسان د ټولې هستۍ فاتح دی.
د انسان ټوله اصلي هسته)خپل( په ذهن خرڅه شوې.
زه په ذهني خوندونو معتاد دی او ددغه اعتیاد له مخې ذهن پر سر سپور دی. د انسان تلپاتې ژوندۍ هسته «اروا» د ذهن د ځانناخبري دیکتاتور په اسارت کی ده.
زموږ ټولې معاملې، دعوې، قضیې، مسئالې د ذهن په لاس کې دي. ذهن تر ټولو برتر قاضی دی.
ذهن له سترګو پټ حکومت دی. موږ د ذهن په غوښتنه خوړل، څښل، راشه درشه، تړون، سوله او جګړه کوو.
ذهن زموږ د ټولو کړو وړو امیر او بادار دی.
ذهن لویه بلا ده! هر دلیل ذهن را جوړ کړی.
زه د ذهن سرباز دی. ذهن چې څه غواړي، انسان هسې غږېږي، هسې امر کوي، هسې خلک بدلوي…
او چې په خوله نشوه، ذهني مکتبونو او باورنو «قانون» جوړ کړی، قانون زه ته حق ورکړی، ددې حق او قانوني خوندیتوب په چتر کې هغه هر بل رانیسي، بند ته یې اچوی، آزادي ورڅخه اخلي، چې په دې هم وا نه وښت؛ بیا یې په سوک بدلوي.
په سوک چې بدل نه شوه، په لور، په تبر، په چاړه او په توره یې ټټر او سینه ور څېري.
اوس خو ذهني اختراعاتو کار ډېر آسانه کړی، ټوپک، تپانچې، ماشینګڼې، توپې، توغندي، الوتکې…هله هله هله… آټوم او نیرترون او هایدروجني بمونه؛ ټول د ذهن تر امر لاندې ابزار دي او انسانان دا ټول د نورو د بدلولو لپاره جوړوي، ذخیره کوي او د ذهن له نظره په مناسب فرصت کې یې کاروي او د پلرو پلرو له وخته راپاتې قانون او قانون ساتونکي؛ ټول ددغه سپېڅلي فکر په چوپړ کې دي!
انسان غوښن، نرم موجود دی. خپل افکار او باورنه په نرمه لهجه وایي او تفسیروي.
د معلم او ملا، تیوریسن او رهبر دبدبه خپلوي او خلک د خپلو افکارو په کوډو کې را ایسار او بند ساتي.
داسې انسان ډلې، سازمانونه، ګوندونه، اتحادیې او بلاکونه جوړوي او په نورو ډله ییز برید وروړي، معاملې کوي، بیا اوربند کوي، بیا جزیه ورکوي، بیا له سره یرغل کوي، بیا ولسونه ماتوي، ملکونه او پاچاهۍ نیسي، غنیمت او سره او سپین راټولوي
او پاېله کې تمدن جوړوي.
نوې معمارۍ، نوي ښارونه، نوي سرحدونه، نوي چین دیوالونه جوړوي او اوږده زمانه د خدای په نامه خپل خوبونه په دفترو او کتیبو کې پټوي او کشیشي ملایانو ته اجازه ورکوي، چې هره زمانه کې یې داسې تفسیر کړي، چې د رعیت نفوس، زما د زوکړې او مرګ په جشنونو او نمانځنو کې وناڅي وژاړي او ویرنۍ جوړې کړي.
حقوقي ادارې زما تر امر لاندې دي. جنګیالي داسې زما فکر- وینا اسیر کړي، چې زما د «اور!» په قومنده، نه وچ ګوري نه لامده، هم ځمکه سوځوي هم آسمان!
ځینې دومره زما په فکر- باور اخته دي، چې حتا زما د فکر لپاره خپل ژوند ختموي.
مطبوعات، رسالې او کتابونه هم زما په افکارو سره دي.
دا ډول زه، د بې نومه او بې نشانه فرعون په څېر، د خپل نفس خدایي جوړوي.
ټول سړي بدلوي.
ټول افغانستان بدلوي.
له افغانستان د باندې وزي، ټول جهان بدلوي!!!
او ایډیالوجیست زه یو سړی هم په خپل فکر او دريځ او خپله خوښه آزاد نه پرېږدي.
هغه ګڼي، چې یوازینی ښایست زه یم. یوازنی ښه زه یم. متبرک او جنتي زه یم. شریف او اصیل زه یم.
زه «حقیقت» یم. په ټول ژوند کې ښه زه یم.
زه غوره یم، زه منلی یم؛ نور هم باید زما په شان شي!
به، به!
د بل بدلولو ذهن دومره لنډ نه خلاصېږي!!!
پاتې تر بیا
برکت یوسئ.