۲۶ –
نو مو ووت د کاغذي حقیقت په دفاع کې
زه ددغه «تاریخي حقیقت» مخالفان یا په ژبه، یا په لاس، یا په ولچک او زولانه، یا په پانسۍ او د برقي وژنۍ په اتومات څوکۍ باندې اصلاح کوم که نه شوه نو یې وژنم او په ټوله ځمکه باندې، د کاغذ پر مخ راته پاتې دغه بې ژونده تاریخي حقیقت کرم.
«زه» کاغذي حقیقت په خوراک او څښاک بدلوم.
کاغذي حقیقت د ټول نسل سرنوشت ګرځوم.
موږ د افلاطون د فلسفي سمڅې سړي یاستو. موږ د لمر تت سیوری لیدلی او د یوه تیاره او تت سیوري په نامه، لښکرې جوړو، وینې بهو، او د ځمکې له مخ څخه د ژوند رنګین فصل ریبو!!!
«څومره تفاوت دی په انسان کې د معنا په لحاظ…»
خدای تعالی ژوند پیدا کوي، ژوند آزاد خوشې کوي، ژوند پالي، لویوي، ژوند د ځان په لور ور بولي!
خو زه ژوند وژنم.
زه په ژوند باندې قضاوت کوم.
زه ژوند په ناروا او روا باندې وېشم.
زه ژوند د ذهن مریی ګرځوم.
زه د ژوند مخې ته له تورې او توپ سره ودرېږم، چې زما د ذهني حقیقت- د اپلاتوني سوړې د یوه سیوري- غلامي، بنده ګي او سربازي ومني.
زه لوی او ناتمامه حقیقت، د حقیقت په زړو او نویو سیوریو کې را کلابندوم. زه کاغذي حقیقت په معبد او په زیارت او آسماني خونو کې محفظوم.
داسې زه خپل زړه او روح د ذهني خوښیو لپاره لیلام ته را وېستلي.
زه د «قدرت او شهرت» په معنوي سرطان اخته یم.
دا معنوي سرطان دی، چې نه د غاښو ډاکتر په امبور راوځي، نه د روانشناس او هېپنوتراپ په جادوګریو او نه هم د زړو کبرونو د خاورو وس ورباندې رسېږي.
مشره دا سره زر دي!؟
د شلمې پېړۍ په وروستیو ورځو شپو کې، د ژوند سېلاب او توپان په مخه کړم او آن تر پېښوره پورې ورسېدم.
یو مهال ماښام وه، زه په «نوې اډه» کې روان وم، چې ناڅاپه یو پېښوری پښتون مخې ته را ولوېد: «مشره دا سره زر دي؟»
ما ټکان وخوړ، ځکه خلکو د پېښور د پولیسو ډېر کیسې را ته کړې وې! خو دغه ږېره خرېلي خوله را ته جینګه نیولې وه او زما ځواب او عکس العمل ته زړه تنګی وه!
د هغه په ګرمیو او بازاري خیرو سوځولي ورغوي کې، سره سکه ځلېده. سکه مې وپېژندله: «نه! دا پاکستانۍ روپۍ ده!»
هغه مې لکه پیری له مخې والوت او ما هم ځان لیني بس ته ور برابر کړ، چې ځان فیز تري کې، د پلار خورزې کور ته ورسوم.
اوس نو د بس په سېټ کې ناست یم. پولیسو هم نه یم ودرولی، غلو هم نه یم شکولای؛ خو زړه ته را ولوېدل، چې هغه انسان ورور غوښتل ما غوندې تازه ورغلي «کابلي» او «مهاجر» باندې پاکستانۍ روپۍ د سرو زرو په قیمت تېره کړي!
خندا راغله، درد هم راغی، خو ښه و، ښېراو ته مې زړه ونه شو.
زه ډارن دی. د حقیقت شخصي، او فردي او عملي تجربه نشي کولای! زه په حقیقت پسې د وتلو نه دی. زه ته انساني اګاهۍ جوړ کړی د ژوند فصل حقیقت شوی. زه په خپل مخلوق حقیقت کې نمانځنې کوي او د قربانۍ مراسم ادا کوي.
اوس زړه ته را لوېږي، چې خدای خبر د معنویت پيریانو، پر موږ څو څو ځله، د حقیقت سیوري، د «سرو زرو حقیقت» په نامه خرڅ کړي او تاوان کړي وي؟؟؟
پاتې به په بله را سپړو!
که خدای تعالی غوښتی وه!