د کاغذي حقیقت نمانځنه
موږ حقیقت په خپله ژبه بدل کړی.
موږ حقیقت په دغو پنځو توریو «ح ق ی ق ت» ټوټه ټوټه کړی.
موږ حقیقت کاغذي کړی.
حافظه په کاغذي حقیقت میېنه ده. له هغه سره یې نکاح کړې، له هغه بچي او لوڼې راوړي. دغه له بدویو معصومې لوڼې او اشراف زامن قومونه، ښارونه، کلي، هیوادونه، ملتونه، نژادونه، له ښکاره او پټو ناروغیو د معافیت په تصدیقونو را نیسي او په ژوند او مړینه یې خزانو او زیارتونو ته د سرو او سپینو قافلې را روانې وي.
او دغه حقیقت تر هغو پاکستاني زراعتي چرګانو ډېر غیر طبیعي دی، چې موږ په هغو باندې، په ارزانه طریقه سره د ودونو او مېلمستیاو له «غمونو» ځانونه خلاصوو.
حقیقت په لومړي او اصلي او ژوندي وضعیت کې دی. ځکه حقیقت بې ژونده نه کېږي. حقیقت همدا شېبه حاضر دی.
ښه ده له ډېر وړاندې تګ دمخه په همدې ځای، یو ځل بیا د ژوند او ژوندو او د ژوندي حقیقت په احترام ودرېږو او د ټولو انقلاب، ایډیالوجۍ او بل بدلولو دوزخ ځپلو څخه بخښنه وغواړو او دغو ټولو قربانیو ته د درنښت سر ټیټ کړو.
زما سوې کوکارې!
لویه خدایه!
قلم مې د ژوند سندرغاړی کړې. دغه پر وجودي هسته (اروا) را چاپېر د ذهن، حواسو، عواطفو، غرایزو او روان کالبونه؛ ټول د ژوند په خدمت کې کړې! له ما یو څيرې ګریوان عاشق خدمتګار جوړ کړې.
لویه خدایه! ته مې ذهن، حواس، شعور، روان…ټول وجود د حقیقت په سپین اور کې سپینه ډیوه کړې.
ته مې ورته سندرماره شپېلۍ کړې، ته مې دومره له ځان- من- څخه تش کړې، چې یوازې حقیقت پاتې شي.
ته مې دومره چوپ او ساکت کړې، چې یوازې حقیقت واورېدل شي.
ته مې دومره بې قدرته او بې شهرته کړې، چې یوازې حقیقت ولیدل شي.
لویه خدایه! ته مې په ټول ژوند او ټولو ژوندو ور میېن کړې.
ته مې په یوه یوه ژوند کې، ته مې په ټول ژوندانه کې، د حقیقت په شاهدۍ را ویښ او را پاڅوې.
لویه خدایه! زړه مې د ټول ژوند له تنوع او له عطرو ډک کړې.
لویه خدایه! ته د هر ژوند او هر ژوندي د څېرې په ګاڼه کې خپله ننداره را باندې وکړې.
ته د ژوندۍ کلمې ناچاپه تصویر راباندې ووینې! ته مې د ژوندۍ کلمې هېنداره او دریڅه کړې.
لویه خدایه! ته مې د ټولو ژوندو، د ټولو تفاوتونو د منلو، پوهېدلو او درناوي کولو په اندازه زړور او زړه را لوی کړې.
لویه خدایه! ته مې د ټولې پوهې په لور پرانستې ولرې. ټوله پوهه له تا سره ده، او ټول دا بېلیونونه ارواوې، وجودونه، انسانان، بنیادمان دي، چې په تورو، سپینو، ژېړو او سرو رنګونو- نژادونو، دوه درې زره ژبو، لسګونو مکتبونو- مذهبونو کې ستا په لور مزل وهي.
لږ خپل ګریوانه ته سر ور کښته کړو!
آه، وخت څومره تېر شو؛ خو زه د «د بل بدلولو دوزخ» له کاره نه یم خلاص شوی!
راځئ د غږ په سپینه لمبه کې، د بل د بدلولو دوزخ ذهن، اوبه کړو!
نو لویه خدایه!
د ژوند او ژوندو خدمت مې مسلک کړې، مسلک کړې، مسلک کړې…
تر بیا!