انور وفا سمندر

زما بیا له ښوونځي څخه توبه وه! «ابو» به خپل ترورزي، عزیزالله ته په لاس ورکړم، چې د مکتب چپړاسیانو ته مې تسلیم کړي!

عزیزالله، چې د ټولو خولو توېولو او د لاسونو تڼاکې اجر به یې یو شینکی «شړومبې» او نیمه د باقولو او غنمو ګډوله ډوډۍوه، لښته راپسې پورته کړه: «اورمېږ دې مات شه! مکتب څنګه نه وایې!؟ د ما او د «رفیق» ماما حال دې نه ګورې! که مکتب مو وېلای وای، اوس به «اکبرجان» غوندې چېرته مامور سر مامور وای. اوس به مو هر ځای او په هر چا امر چلېدلای…ته بل ځل له مکتبه را وتښته چې زه څنګه وردار درکوم!!!»

مکتبونه د «مکتبوبونو» په لمبو کې

معارف د ایډیالوجۍ په واکسین اخته شوی وه. دا واکسين ډېر خوږ وه؛ ځکه نو چا د لینین فاړسي شوې بیوګرافي په ګنډه کې پټوله، چا د دین د احیا لپاره له مصره را صادرې شوې نوې سیاسي سیپارې په ګوښه او په تیارو کې، څو څو نقله په قلم لیکلې او په پټه یې په مکتبیانو باندې وېشلې.

له دې وضعیت سره د هغو بزګرانو بچیان، چې شاهي قانون ښوونځي کې زده کړه ورباندې فرض کړې وه، د شاهي او خانداني نظام پرضد په مظاهرو او لاریونونو شول. نور پټ او ښکاره ګوندونه هم لاریونونو او مظاهرو ته راووتل. پټې تپانچې او چړې هم د ځوانانو، په تېره بیا پوهنتون او پولیتخنیک محصلانو مینځ کې رواج شوې.

چا خلکو ته د ځمکې، کور، ډوډۍ او جامو مساوات جوړاوه، او چا ځمکني برجونه ورانول او نقش او نګار بیرغونه یې سوځول، چې که د وعده شویو روا شرابو او گلمخو تصوري «ایتوپیا» بنده دروازه ور خلاصه شي.

هی هی! د ډوډۍ شعارونه هم ولاړل!، د ژغورنې او خلاصون لوظونه هم ولاړل!! دا دومره د بل د بدلولو له اوره ډک ډک ګلڅېره ګلڅېره ځوانان هم ولاړل!!!

زه کابل ته ورسېدم. له کوټې سنګي په منډه د ژېړې سیلو مخې ته په نښه کړې نمره یي کوڅه ته ور تاو شوم. که ګورم، چې زما د تره، جګړن محمد یوسف پیلوټ کرایي کور مخې ته عسکري رنګې والګا ولاړه ده. کور ته چې ننوتم، پیلوټ ټولو معاون صاحب بوله.

اخر روسي جټ الوتکو او زغروالو ټانکونو کار کړی وه. نور نه د داود خان وهم د چا په زړه کې پاتې وه، نه یې د جمهوریت شعار چلېده، نه یې د سردارۍ دبدبه به چې په خپل ملي غورځنګ سره د لوی افغانستان تعهد پوره کړي!!!

دا سره، شنه او سپین خوني بیرغونه

اعلان د مساوات شوی وه. د بزګرانو په دسترخوان کې د غنمینې ډوډۍ پیدا کېدلو لپاره، انقلابي فرمانونه لکه سرې ګولۍ، داسې په کلیو را اورېدل. د واده لپاره یوازې د دوو ځوانانو موافقه په کاره وه؛ نور کار دولتي قاضیانو بې رشوته کاوه.

نور نر څوک وه، چې له چا د سود ګټه وغواړي. زما پلار له کلي بره، په قول کې ځمکه ګرو کړې وه. له ځوانو انقلابي افسرانو او معلمانو جوړې «انقلابي شورا» له فرمان سره سم، پلار د ګروي ګټه او پیسې هېرې کړې. خو د ګرو شوې ځمکې خاوند پیسې راوړې او د پلار په جیب کې یې ور کښېښودی: «مدیر صاحب زه خپله غاړه نشم بندولای، دا پر ما حرامې دي، پیسې دې واخله!»