انور وفا سمندر

پوهه، واک، آزادي

دا هغه الهي صفات دي، چې ځانخبرې اروایې ځلولای شي. هغه ښه پوهېږي، دقیق پوهېږي، او په هرڅه؛ تر ټولو کامل پوهېږي!

نو سرنوشت مو ښکلی دی. ځکه بل کار نشته؛ «حققت» کامل دی. ښه کار، رښتینی خدمت د حقیقت ځلول دي، په وینا کې، په فکر کې، په دریځ او په عمل کې.

د کامل حقیقت په هستۍ کې هیڅ کار ته-ولو که د بل اصلاح کول هم وي- ځای او اړتیا نشته.

ځکه چې کامل «کامل» دی.

وچ به سیند ته څرنګه اوبه ورکړي!؟

هینداره د حقیقت جنګ ته راوتلې

له تیلو، یا غازو، یا د اوبو، باد او لمرینې برېښنا غوښن سولرونه به څرنګه لمر ته رڼا ورکړي!؟

سیند او لمر، غر او جهان، او آسمانونه او هستي او نیستي پوره دي. دا د ستر کیهان لاسونه او پښې، سترګې او غوږونه، مغزونه او اعصاب دي. له مادي-زماني فکټورونو جوړ انسانان، چې ذهني اګاهي یې د څلورو عناصرو له ویتامینونو او پروتینونو را شنه شوې، د «کامل حقیقت» وړوکې شوې څېرې او سیوري دي.

دغه وړوکی په خپل فکر، دلیل، حکم او فیصلو سره فقط د حقیقت جنګ ته راوتلی.

دغه وړوکی کیهان تر هغو، چې د خپل کوچنیوالي حقیقت تجربه نه کړي، د لوی پر مخ یې لارې بندې دي.

کامل نه فضا ده، چې ډکه شي، نه زمانه ده، چې څوک یې انتظار شي، او نه شکل او ماده ده، چې ترلاسه او اشغال شي.

کامل فقط شته. هغه کامل دی، او بل هېڅ کار نه لري، پرته له مینې کولو.

هغه فقط مینه کوي. او موږ لومړي درجه سوي به څوک له «هغه کامل حقیقت» څخه لېرې وغورځوي! ټول تبعید، ټوله فاصله او ټول ټیټوالی یا لوړوالی، فقط انساني اګاهۍ جوړ کړی.

موږ د حقیقت باران مست کړي یو. موږ څمڅه مست سیندونه یو. موږ د حقیقت یو تت تصور ځانپاله کړي یو.

موږ ځانپالنه د حقیقتپالنې په نوم زورورو مانیفستونو او کتیبو کې نسلونه نسلونه محفوظه ساتلې.

یو پټی رشقه یې وخوړه ته یې لا مږه بولې!

د ایډیالوجۍ بلا، انسان د خدايي سولې، آرامتیا او بسیاینې له مورنۍ غېږې، تښتولی او د شر جغرافیې کې ایسار کړی.

د بل بدلولو فکر، باور او دریځ هغه لومړنی سپین او خدایي انسان قاتل کړی. انسان یې انسان ته اور کړی. او لګیا دی، چې د ژوند په رشقه نوره هم ورمېږ وکړي او لم واچوي!

خدایي انسان، له ژوند او هر ژوندي سره یو ځای د الهي شکر نغمه غږوي؛ خو ذهني شوی او ذهني اشتهاګانو په مخه کړی انسان د «قدرت او شهرت» په لوږه اخته شوی.

د انسان جګړه په خبره پېلېږي، خبره ذهن کې تولیدېږي، او ذهن په مادي حواسو حقیقت پېژني او د خپلې پېژندنې تجربه په فکر، باور، اخلاقو او رسم او رواجونو په اساسي تومنه بدلوي.

ځکه نو انسان د ځان قرباني دی.

انسان خپلو مادي-ذهني استعدادونو خراب کړی.

انسان د ځان په زیارت مینجاور شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *