انور وفا سمندر

موږ په جنګ پیدا یو. موږ یې جنګي را لوی کړي یاستو.

زما د ماشومتوب چیغې د ټوپک له چیغو ټیټې وې! او تر اوسه پورې زما غږ، زما خبره، زما د زړه وینا، د ټوپک له غږه ټیټه او وروسته پاتې شوې؛

ځکه د ټوپک چیغه لومړۍ جایزه اخلي او د معصوم غږ په زرینو اشارو او نښانو کې پټه نوې وینا، د «فکر او حکم د  ګمرک» د قاضیانو او مفتیانو، تر قلم لاندې چلیپا خوري! او خطر شته، چې قواله دار مفتیان، د سرنوشت په پاڼه، ټوپک ورته رسم نه کړي!!!

ښه څه چې خدای تعالي غوښتي وي!

پرته له خدایه هېڅ «قدرت، پوهه او آزادي» نشته.

موږ وژل په ماشومانه لوبو کې زده کوو. موږ ته یې جنګ د غیرت په ناوکۍ کې پټ کړی.

دلته نظم د وژلو پړونی او دستار شوی.

دلته ننګ او غیرت د ژوند وینه خوري.

دلته هم په ادب او هم په عرف کې، بل کچه، ناچله، او بیګانه معرفي شوی.

دلته «بل» دوزخ دی، دوزخ دی، دوزخ دی!!!

د ما مشر ماما، د شاهي دورې ژاندارمه پولیس، ضابط محمد علي به د ځوانو ټانکستانو او پیلوټانو د عسکري انقلاب په وختونو کې له درده وېل: هېڅ خبره نه ده؛ پسونه یې په تیاره کې څوک شنه، څوک سره او څوک ژېړ رنګ کړي او په خپل مینځ کې په جنګ خوشې کړي!

ښه دا د یوه داسې چا د نظر پانګه وه، چې اوس یې له دې مادي-ذهني ژونده کډه کړې- هماغسې چې موږ او تاسو هر یو به په خپل وخت سره کډه کوو!

دلته جنګ د کورنیو ورځنی درس دی.

دلته توره او ټوپک، لاسي بم او واسکټ د کورونو دیوالونه، تاخچې او نور ځایونه ښایسته کړي.

دلته جنګ په فرهنګ اوښتی.

دلته ماشوم د مور له تيو سره د لاسونو حرکات زده کوي؛ خو د اختر په ورځ، چې کوڅې ته راووت، د پاکستاني پټاقیو او پلاستیکي ټوپکونو په ذوق او شوق اخته کېږي.

بله ورځ، د یوه ځانګړي فکري-باوري دریځ په خپلو سره، په خوله او په کوتک، په توره او په ساطور، په ټوپک او په واسکټ او په څه شي او څه شي سره د بل بدلولو کار خپل مسلک ګرځوي.

زموږ کورونو کې یوازې د «شهیدانو» عکسونه مجاز ګڼل کېږي.

شیهدان مو په وسله او چانټه، لاسي بم یا ارپی جي راکټ انداز شانداره ښکاريږي.

د شهید څېرې، برېت او ږېرې، ادا او د سترګو تور و برېښ، زموږ حواس، ذهن او حافظه په جګړه تغذیه کوي. موږ کې جنګي کلام، جنګي فرمان، جنګي نغارې بغس کوي.

جنګ د «زئوس» او «هلاکو» کار دی.

جنګ د نفس بچی دی او موږ خپل څنګ سره ودرولی او «خان» کړی.

جنګ د قدرت لوږې اختراع کړی.

د جنګ میدان کې د سړي شهرت پیدا کېږي.

او په څېره معاصر او نازک؛ خو په زړه وچ، زاړه او تیږه انسان جنګ -د بل بدلولو جنګ- یوازې او یوازې د «قدرت او شهرت» د نفساني اشتها لپاره اختیار کړی.

اخر څه وکړو، جنګ را ته د ژوند مالګه جوړه شوې! نوم یې توریالی را باندې ایښی. تاریخ مو جنګیالۍ ډرامه ده. د مکتب د کتاب شعري برخه هم ماته قسم را کوي: «که په میوند کې شهید نه شوې…»

لږ دمه به وکړو!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *