د قدرت او شهرت لوږه
اعتراف کوم، چې موږ ټول دوزخ سوي یاستو. موږ ټول د غږ او رڼا په ستر سمندر کې د لامبلو او معنوي غسل تازه کولو وږي او تږي یاستو.
راځئ له ځانه وپوښتو:
«له ننني انسان څخه آزادي کومو دیوانو غلا کړې؟»
«جګړه ولې را پیښه ده؟»
«موږ خدای تعالی پیدا کړي، ولې ویرجن، ژړندوکي، نامراده او په قاتل او مقتول بدلېږو؟»
«که «زه» د ژوند او آزادۍ غل ونه اوسي؛ څوک به قتل وکړي، څوک به په بند او زولنو کې ولږېږي؟؟؟»
که لږ ګریوانه ته سر ور کښته کړو، نو ښایي خپل قاتل را ته ژوندی مقتول جوړ شي.
ښایی یو مقتول را ته وژل شوې قاتل ښکاره شي او په دې توګه یو مخ معتبره انساني څیره راته تر ټول لرغونی؛ خو پټ او ناپېژندلی شرم ښکاره شي.
د هر قتل په خاطر، د انسان هویت داغ خوري.
په هر قتل سره، «شرافت» را څخه پردی کېږي.
په هر قتل سره، «حقیقت» لېرې کېږي؛ ځکه قتل او حقیقت سره لېرې دي.
حقیقت کامل دی. کامل یوازې ځلولو ته اړتیا لري. کامل مینې کولو ته اړتیا لري. کامل ځان وېشلو، او هرڅه په ځان کې ډوبولو ته اړتیا لري.
هغه مهال چې وایو «پلانی ارمانجان ولاړ!» آیا آرمان یې داوه، چې خپل قاتل ووژني؟؟؟
یا به داسې وي او یا به زموږ فکر-باور سودایي شوی وي او خپل مبارک شهید به د یوه قتل قرضدار را معلومېږي!
«خدای تعالی ژوند پنځولی او انسان جګړه را وېستلې!
د خدای تعالی په منلو سره ولې سودایي کېږو، ولې ځانته د نورو په هکله د قضاوت حق ورکوو؟؟؟
ولې الهي ارادې ته موقع نه ورکوو، چې خپل سپین حکم جاري کړي.
کوم عقل دی، چې الهي پوهه چلنج کړي؟
کوم قدرت دی، چې الهي قدرت وننګوي؟؟
د کوم شي مینه ده، چې د الهي مینې ځای دې ونیسي؟؟؟
د معنویت الفبا داده: پوهه له خدای تعالی سره ده، قدرت له هغه سره دی، مینه د هغه ده!
نور هرڅه دروغ، جعلي، بازاري او د انسان ذهني-نفساني محصولات دي. دې سره زموږ قضاوت په شرم بدلېږي. زموږ جګړه نفسي فرمایشاتو راوېستلې. ځکه نو «جګړه انساني جرم دی» ځکه چې «حقیقت» د خدای دی او هغه کامل دی.
او کامل کې هېڅ نه ځایږي. کامل فقط مینه کولای شي. او موږ لومړي درجه سوي به څوک لېرې وغورځوي!
ښه ده بیا ووایو: خدای تعالی زموږ اراده نه ستا اراده دې په هرڅه کې جاري شي!
څلور پنځه لسېزې کېږي، چې دلته انسانانو پر یو بل چړې را اېستلي او د خپلې محدودې انساني اګاهۍ- مرغۍ عقل- په دودجنه رڼا کې، د نورو انسانانو د ژوند، آزادۍ او ګټو په اړه قضاوت او عمل کوي.
آه ه ه ه! تر دې ځایه د حروفو په بوټانو، جامو او څېرو کې راغلم! نور به لاس ونیسم. لږ به صبر شم، چې بد هضمي پېښه نشي.
اخر دې څنګ ته چلیپا،
بل څنګ ته چلیپا،
مخته چلیپا،
څټ ته چلیپا،
لاندې او سر د پاسه چلیپا…
هر خوا چلیپا!!!
زه له هر هغه ورور انسان او انساني خور څخه په ټول ځان عذر غواړم، که دلته راغلې اندونه، نظرونه او بحثونه د خپل فکر، باور او دریځ خلاف انګیري.
بس په همدې ځای در څخه جلا کېږم: خدای تعالی دی، موږ د خپل عشق او رحمت په اقیانوس کې ډوب کړي؛ ګوندې که داسې د بل له بدلولو لاس واخلو!
قضاوت پرېږدو او د فطرت د قانون له مخې، آزادنه ژوند غوره او خپل مسوولیت ته اوږه ورکړو!
برکت یوسئ!