بدلون

د بدلون اوونیزې سرليکنه!

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۹) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۱۹\ ۱۳۹۴

دا نا ممکنه ده چې ټول افغانان دې زموږ غوندې شي خو دا هم زموږ حق او مسؤلیت دی چې د خپلې مفکورې د انسانیوالي شعار ورکړو او د خپل افغاني– انساني سیاست د مبارزې پیام تر ټولو افغانانو ورسوو، طبیعي ده چې یو شمېر به په دغو انسانپالو هلو- ځلو کې راسره یو ځای کیږي، ځیني به ځان ته خپلې مفکورې او د خپل سبک سیاسي چوکاټونه لري او حق يې دی چې د هغو د پالنې ژمنې پر ځای کړي؛ له دوی سره به هم زموږ اړیکي دوامدارې او د بحث و افکارو شریکولو دروازې پرانیستې وي، د اړتیا پر مهال به پر مشترکو ټکو تفاهماتو ته ورسره رسیږو او هلته چې مو فکري لاري سره بیلېږي نو په خوشالۍ سره به هر جریان پر خپله لار وړاندې تګ ته دوام ورکوي.

هغوی چې زموږ فکري- سیاسي بهیر ته راګډیږي نو هم به لکه د لاس ګوتې یو له بله فرق لري، څرنګه چې سیاسي– ګوندي مبارزه یو رضاکاره کار دی نو هیڅوک به دې ته نه مجبورېږي چې خامخا به دومره منډه وهي لکه هغه بل، دا د هر چا په ژمنتیا، مینه، احساس، امکاناتو او توان پورې اړه لري چې خپل د افغانستان جوړونې لوړ هدف ته د رسېدو لپاره څومره ځغاسته کوي، څومره وخت ور کوي او څومره قربانۍ ته چمتو دی البته ګوند خو به هر چا ته د هر څومره ډیرې انرژۍ لګولو سپارښتنه او شعار ورکوي خو هیڅوک په حتمي کار کولو ملزم نه دی.

زموږ یوه لویه ټولنیزه ستونزه داده چې پر مطلقیت مو کلکه عقیده ده او پر نسبیت باور نلرو په داسي حال کې چې په دنیا کې هر څه نسبي دی او په محسوسو واقعیتو کې مطلق شی نشته مګر موږ که یو وار یوې پدیدې ته په ښه سترګه وکتل بیا نو، اول خو مطلق ټینګار کوو چې باید هر څوک آن ټوله نړۍ همدغه پدیده ښه وګڼي او تر کیندلي ګوره یې نه پرېږدو چې د منلو اقرار ځنې وانخلو، دوهم دا چې که دهغې پدیدې تاوان راته ثابت هم شي نو چې یو وار مو منلې ده بیا نو حتې تېرېده او ردېده خو یې څه کوې چې ورپکښې تر میم ته هم چمتو نه یو او په همدغه ډول برعکس قضیه هم صدق کوي یاني که مو یو وار یو باور په نظر ناسم راغی بیانو هریو حتماً مکلف بولو چې ناوړه یې وبولي کنه نو د مرګ تر بریده بې هم ګواښو او که دغه باور یو څوک انساني و معقول راته ثابت هم کړي خو بیایې د چا پلار هم نشي راباندې منلای.

دغسي یو طرزدید او دود اصلآ نه علمي دی او نه هم عملي؛ موږ همېشه د دغسي یوه ذهني جوړښت له امله ډیر ستر ملي– وطني تاوانونه لیدلي دي، داسی تاوانونه چې بیا یې جبران بېخي ناممکن دی، یو مثال یې پر مطلق ګرایۍ ولاړ طالباني طرز باور دی چي له مخې یې د ډیرو نورو زیانو تر څنګ په بامیان کې د بودا ۱۸۰۰ کلنې په نړیواله کچه بې مثاله شهکار مجسمې وې چې له منځه یووړه شوې او که د ټولې دنیا علم، هنر او امکانات سره یو شي نو هغه لامثاله شهکارونه له خپل هغه تېر ستر تاریخي اززښت سره بیا نه سي احیا کېدلای.

یو بل مثال به دا راوړو چې په افغانستان کې ښي او کیڼ سیاسي افراط دواړه زموږ د همدغه عامه شعوري ساختار ښکار ول، د دوی دواړو تاریخ او تجربي ثابته کړه چې نه چپ جریان هغومره بد وو چې ډنډورې پسي وډنګېدې او نه هم راست هغومره راستې درلوده چې شعار یې ورکول کېده خو اوس هم دوی هر یو په بل پسې په هماغه کچه ډولونه وهي خو دا نېکمرغې هم باید سره شریکه کړو چې وروستیو جریاناتو څه نا څه زموږ عامه ذهنیت راویښ او روښانه کړی دی او کرار- کرار د ذهني بدلون څرکونه یو و بل ځای محسوسېږي.

زموږ ګوندي ملګري باید ټول په دې ټکي ښه سم سرونه سره خلاص کړي چې د انساني ټولنې رنګ و خوند په تضاداتو، اختلافاتو او رنګارنګیو کې دی او دغه اصل نو د بشري ژوندانه په هر اړخ کې د مشاهدې وړ دی؛ مختلف دینونه، بېلابېل مذهبونه او عقیدې، ډول– ډول دودونه، کړه- وړه او راشه درشې؛ قسماقسم ټولنیز روابط، رنګارنګ نژادونه او څېرې، متنوع سیاسي اجتماعی و کلتوري ارزښتونه و افکار، د حکومتو یو رقم بل رقم سیسټمونه، ساړه- تاوده او معتدل اقلیمي شرایط او سلګونه و زرګونه نورې متضادې و متفاوتې سیاسي، اجتماعي، اقتصادي کلتوری و فلسفې ځانګړنې چې تاسو لیدای شی نو د کائناتو د تخلیق همدغه جالب خصوصیت دی چې ژوند یې د زغم، ښایست او محبت وړ ګرځولی دی، همدغه راز دی چې انساني ټولنې د تضاداتو پر بنسټ په هر اړخ کې نوښتو ته متوجه کوي او نتیجه یې پرمختګ، بشري هوساینه او تکامل دی.

د همدغې فلسفې پر اساس باید موږ خپله ګوندې مبارزه متداومه وساتو؛ موږ د خپل فکري– سیاسي سیسټم په علمیتوب او نسبتاً بشپړتوب کې شک نه وینو او هڅه مو هم داده چي د یوه ودان افغانستان په ستر او عالي ارمان سره یې د هر افغان انسان تر غوږ– غوږه ورسوو، هغه یې منلو او عملي کولو ته را وبولو چې افغانستان د یوې پراخې، هماهنګې او منسجمې روشنفکرې کتلې خاوند اوسی او په نتیجه کې پر خپلو پښو ولاړ، د پردیو له اړتیا خلاص او د خپل مستقل ملي هویت او تشخص څښتن هیواد ولرو خو دا هم باید هېر نکړو چې ډېر نور افراد او جریانونه به هم زموږ غوندې باورونه لري او باید هغو ته هم د زړه له کومي احترام ولرو او میدان به هغه څوک ګټي چې عملاً یې خلکو و وطن ته خیر رسیږي او خپل شعارونه د عمل پر ډګر ثابتوي.

یوه بله او وروستۍ د زدکړې وړ نظریه داده چې موږ باید دا هیله ولرو جې که وکولای شو عملاً کمک وکړو چې په افغانستان کې زموږ غوندې علمي– عملي سیاسي میکانیزمونه رامنځته او یا موجود ځواکمن شی، ځکه موږ په یوازې توګه نه شو کولای چې لویو پرمختګو ته پراخې لارې پرانیزو، ستر او ځواکمن سیاسي جریانونه کله– کله په سالمو سیا لیو او ګاهی هم پر مشترکاتو راټولېدو او ائتلافو کې خپل هېواد او ملت د لویو پر مختیاوو پر خوا ور سیخوي.

البته دا هم د هیرولو نه ده چې معقول او علمي نقد هم یوه اړتیا ده؛ موږ باید په خپلو نیوکو کې منطق او معقولیت له یاده ونه باسو او نه هم د نورو له بي منطقه او غرضي اعتراضاتو څخه ډېر و بېریږو.

موږ باید د بل ځپنې پر ځای پر ځان جوړونه انرژي ولګوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *