پنځه کاله مخکې د يوه ايټالوي په بدل کې د طالبانو پنځه مهم بنديان خوشې شول، په هغه وخت کې نه امريکا او نه نورو هېوادونو اندېښنه وښوده چې دغه خوشې کېدونکي طالب بنديان ښايي د افغانستان، امريکا يا د ناټو د غړو هېوادونو امن ته کوم ګواښ پېښ کړي. حال دا چې اکثريت خوشې شويو طالبانو بېرته د همدغو بهرنيو پوځيانو په وړاندې ټوپک ته لاس کړ.
اوس امريکا غواړي د خپل يوه سرتېري د ازادۍ په بدل کې پنځه طالب مشران خوشې کړي. خو افغان حکومت چې له بګرام زندان څخه بنديان خوشې کوي، امريکا او نور هېوادونه يې خپل امن ته خطر ګڼي.
په ٢٠٠٧م کال کې يو ايټالوى چې ظاهراً د خبريال په توګه هلمند ته تللى و، د طالبانو له خوا ونيول شو.
له ده سره ترجمان او خبريال اجمل نقشبندي هم ملګرى و. وسلوالو طالبانو دغه ٥٢ کلن ايټالوى دانيل ماسترو جياکومو (Daniele Mastrogiacomo) د ١٥ ورځو لپاره برمته کړى و.
د ايټالوي له موټر چلوونکي سيد آغا څخه وسلوالو طالبانو په هغو لومړيو کې سر پرې کړ.
دغه ايټالوى وروسته د پنځو مهمو طالب بنديانو د خوشې کېدو په بدل کې ازاد شو. په هغو خوشې شويو طالبانو کې استاد ياسر (چې و وژل شو)، د طالبانو پخوانى وياند لطيف الله حکيمي، د ملا داد الله ورور ملا بخت محمد منصور او د طالبانو بل قوماندان حمد الله (چې ويل کېږي اوس وژل شوى) شامل وو.
د دغو پنځو واړه طالب بنديانو اکثريت يې ددې ايټالوي په بدل کې تر ازادۍ وروسته بېرته جګړې ته مخه کړه او د طالبانو صفوفو کې ودرېدل.
کله چې ايټالوى تبعه ماسترو جياکومو له برمتې خوشې شو، په لښکرګاه کې تر ايمرجنسي روغتون پورې ورسول شو، خو له ده سره افغان ملګرى اجمل نقشبندي بېرته له روغتون څخه وايستل شو او د سيد آغا په څېر په وحشيانه ډول و وژل شو.
هغه وخت دا مسئله منځګړو قومي مشرانو ته هم عجيبه ښکاره شوه.
په يوه خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې وسلوالو طالبانو دغه ايټالوى، اجمل نقشبندي او د دوى موټر چلوونکى سيد آغا په يوه دښته کې کښېنولي او سترګې يې تړل شوي دي.
طالبان د دوى او خپل دريځ په اړه څرګندونې کوي.
د پوښتنې وړ مسئله دا ده چې دا ويډيو چا ثبت کړه، ولې افغانان و وژل شول او ايټالوى وتوانېد روغ رمټ له افغانستانه و وځي او دغه ويډيوګانې هم له ځان سره يوسي؟
دغه نيوکې مدني ټولنو هغه وخت هم وکړ او افغان دولت يې ملامت کړ، چې د خپلو اتباعو د ساتنې لپاره يې کافي هڅه ونه کړه.
ځينو کسانو خو ويل چې نقشبندي او موټر چلوونکى سيد آغا به ښايي له ځينو پټو رازونو خبر شوي وو، ځکه به وژل شوي وي.
د ايمرجنسي روغتون معما:
اجمل نقشبندي د لښکرګاه له ايمرجنسي روغتون څخه وايستل شو او بيا و وژل شو. تر دې مخکې هلمند ته د يوه بل ورغلي خبريال ګبريل تورسيلو د خوشې کېدو لپاره هم د ايمرجنسي روغتون چارواکو لاس درلود.
دغه روغتون د ايټاليا په مرسته چلېږي، خو د ١٣٨٩ ل کال په لومړيو کې د هلمند د هغه وخت والي ګلاب منګل له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې له دغه روغتون څخه يې وسلې او منفجره مواد نيولي او ښايي په روغتون کې به ځينې غير قانوني فعاليتونه کېدل.
د هلمند والي وويل چې؛ ددې روغتون مشر مارکو کرانتي هم د نورو کسانو تر څنګ نيول شوى دى.
ده تور پورې کړ، چې کرانتي د ده (ګلاب منګل) د وژلو لپاره له ترهګرو پنځه لکه امريکايي ډالره اخيستي وو.
د روغتون د کارکوونکو د نيول کېدو په بدل کې ايټاليا د ايمرجنسي روغتونونو فعاليتونه محدود کړل او افغان حکومت د فشارونو په نتيجه کې بېرته ددې روغتون د فعاليت اجازه ورکړه.
برګډال:
په دې وروستيو ورځو کې امريکا هڅه کوي د خپل هغه سرتېري د خوشې کېدو په بدل کې ځينې طالب بنديان خوشې کړي، چې له ٢٠٠٩م کال راهيسې د طالبانو په بند کې دى.
بووي برګډال د ٢٠٠٩م کال په جولاى مياشت کې په پکتيکا کې ونيول شو. که څه هم ددې سرتېري د موندلو لپاره امریکایي پوځیانو پراخ عملیات پیل کړل، خو داسې باور کېږي چې طالبانو دی پاکستان ته بیولی او اوس هم هلته ساتل کېږي.
دا لومړى ځل دى چې د جګړې پر ډګر يو نيول شوى امريکايي سرتېرى دومره زياته موده په برمته کې تېروي.
په عين حال کې په وروستيو اوونيو کې افغان حکومت د بګرام له زندان څخه د لسګونو بنديانو د خوشې کېدو امر صادر کړ، دې مسئلې د افغانستان او امريکا ترمنځ اړيکې ترينګلې کړې، ځکه امريکا فکر کوي د دغو بنديانو خوشې کېدل د امريکا او نورو هېوادونو امن ته ګواښ پېښوي.
اوس پوښتنه ولاړېږي که د بګرام زندان د بنديانو خوشې کېدل امن ته ګواښ پېښوي، د يوه ايټالوي يا امريکايي په بدل کې خوشې کېدونکي طالبان آيا خطرناک نه دي، يا نه وو؟