امريکا له طالبانو سره د يوې خطرناکې معاملې له لارې غواړي چې د خپل يوه بندي سرتېري د خلاصون لپاره د ګوانتانامو يو شمېر طالب مشران خوشې کړي. امريکا د بګرام زندان د عادي بنديانو چې عام افغانان دي او د شپنيو عملياتو پر مهال له کورونو بې ګناه وړل شوي، د ازادولو په وړاندې سخت غبرګون وښود، خو اوس به له امريکا څوک تضمين واخلي چې د دې خطرناکې معاملې په بدل کې د ګوانتانامو خوشې کېدونکي طالب مشران بيا د جګړې ليکو ته نه ستېږي؟
د واشنګټن پوسټ امريکايۍ ورځپاڼې د خبر له مخې امریکايي چارواکو پرېکړه کړې، چې د طالبانو له بنده د خپل سرتېري (بو برګډال) د خلاصون لپاره له ګوانتانامو زندان څخه پنځه طالب بندي مشران ازادوي.
امريکا دا پرېکړې په داسې حال کوي، چې افغان حکومت څه موده مخکې په بګرام زندان کې سلګونه هغه بنديان چې د امريکايي ځواکونو په چاپو کې بې ګناه نيول شوي وو او کوم تور پرې ثبوت نه شو، له بنده خوشې کړل.
د افغان حکومت د دغه اقدام په وړاندې امريکا سخت غبرګون وښود چې ګنې ياد بنديان خطرناک طالبان دي، خو اوس امريکا د خپل بندي سرتېري د ژوند ژغورلو او خپلو ګټو لپاره د ګوانتانامو خطرناک زندانيان ازادوي.
دا وړانديز دوه کاله وړاندې طالبانو ته شوی وو، خو هغوی ځکه نه و منلی چې هغه مهال امريکايانو غوښتل طالب بندیان يو يو او ترمنځ يې له وقفې وروسته پرېږدي.
د پنټاګان چارواکو تېره اونۍ وويل، چې امريکايي چارواکي د خپل سرتېري برګډال بېرته راوستو ته ډېر ليواله دي او د هغه د ازادۍ لپاره يې خپلې هڅې هېڅکله نه دي درولي.
خو د چارو شنونکي د امريکا دا کار د افغانستان د ګټو خلاف بولي او زياتوي چې امريکا تل په خپلو سياستونو کې صادقه نه ده او د خپلو ګټو لپاره يې تل د افغانستان مصلحت او گټې تر پښو لاندې کړي دي.
د دوى په وينا د بګرام او ګوانتانامو د زندانيانو په اړه د امريکا وروستۍ پرېکړه د دغه هېواد دوه مخيتوب ښيي.
سرتېری بو برګډال د امريکا د پلي ځواکونو غړی د ۲۰۰۹ کال د جولای په ۳۰مه د افغانستان په سويل ختيځ ولايت پکتيکا کې هغه مهال د طالبانو لاس ته ورغی چې له خپلې پوځي اډې يوازې او پلی وتلی و.