د خوست ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه –
د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۳ مه نېټه خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي پداسې حال کې د دې ولایت د مرکزي محبس څخه لیدنه وکړه چې امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت،د ملي امنیت مرستیال ډګروال عبدالصمد،د ولایتي شورا مرستیال شکر الله بابکرخېل او د مدني ټولنو استازو یې ملتیا کوله .
په سر کې د محبس دمدیر او نورو کارکوونکو سره د محبس په حالت،د بندیانو په ښوونه او روزنه،روغتیا،د دوسیو دڅېړلو،خوراک او څښاک په اړه دځانګړې ناستې په ترڅ کې لازم بحث وشو.
د محبس مسوولینود ولایتي ادارې رهبرۍ ته ډاډ ورکړ چې د ټولو بندیانو سره د قوانینو په چوکاټ کې صمیمانه چلند کیږي، ددوی ستونزو او قانوني غوښتنو ته په وخت رسېده ګي کیږي .
وروسته د ولایت رهبري په محبس کې د بندیانو له حالت څخه د خبرېدو په موخه د دوی سره مخامخ خبرې وکړې او د بندیانو ستونزې،غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل .
د نورو په استازیتوب څو تنو بندیانو د ولایتي ادارې له مشرتابه څخه مننه وکړه چې په پخوانۍ لیدنه کې د دوی غوښتنو او ضرورتونو ته مثبت ځواب ویل شوی .ددوی په وینا اوسمهال په محبس کې په ځينو برخو کې د سرپنا په ګډون د ښوونې او روزنې او روغتیا برخې ته ترډېره بریده کار شوی.
خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي دبندیانودغوښتنو او وړاندیزونو وروسته دوی ته ډاډ ورکړ چې د بندیانوټولو حقه حقونو او ستونزو ته به د نافذا قوانینو په رڼا کې لازمه توجه کیږي .هربندي چې دهرنوع ستونزې سره مخامخ کیږي د محبس مسوولین مسوولیت لري چې په هواري کې یې دقانون سره سم اجراات وکړي .
نوموړي د اړونده مسوولینو چارې وستایلې خو د محبس په چارو کې یې له هغوی څخه د لا ښه والي او مثبت سمون غوښتنه وکړه .ده وویل ددې لپاره چې د بندیانو په دوسیوکې عدالت په ښه توګه تامین شوی وي نو دهمدې لپاره یې تصمیم نیولی چې د عدلي او قضایي ارګانونوترمنځ به د همغږ ۍ په جوړېدونکو غونډوکې پخپله د ناظر په توګه ګډون کوي .
دلیدنې په پای کې د عامې روغتیا سرپرست ډاکټرمحمدهاشم سعیدي د ولایت مشرتابه ته ژمنه ورکړه چې د بندیانو زیات شمېر او روغتیایي ستونزو ته په پام سره به تېرو هلو ځلو په دوام پوره هڅه وکړي چې په نږدې راتلونکي کې د محبس د کلینیک ظرفیت لوړ کړي.
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
۱۳۹۴-۱۱-۱۳ سه شنبه