تاند- د ایبټ اباد سیمه ییزو چارواکو پتېیلې ده چې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د کور په ځای کې هدیره جوړه کړي.
اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ م کال د مې د میاشتې په دوهمه نېټه د پاکستان د پوځي اکاډیمۍ ترڅنګ د امریکايي کومانډو ځواکونو له لوري ووژل شو.
وروسته د پاکستان پوځ د ایبټ اباد په بلال مېنه کې د بن لادن کور ونړاوه.
د ایبټ اباد سیمه ییزو چارواکو پرېکړه کړې چې د دغه ښار په بلال مېنه کې د بن لادن د نړول شوي کور شاوخوا دېوالونه جوړ کړي.
د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت د بن لادن د کور د مالکیت ادعا کړې ځکه چې هیچا د بن لادن د کور د مالکیت ادعا نه ده کړې. اوس یې مځکه ایالتي حکومت ته سپارل شوې ده.
د خیبر پښتونخوا حکومت غوښتل چې د بن لادن د کور په ځای کې پارک جوړ کړي، خو عملاً یې د پارک په جوړولو کار ونه کړ.
اوس د ایبټ اباد سیمه ییزو چارواکو فیصله کړې چې له دغه ځایه د بلال ټاون د اوسېدونکو لپاره په هدیرې واړوي.