خبریال: میرویس جلالزی – په داسي حال کې چې ډیر شمیر بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي او یا هم د وتلو په حال کې دي، د دغه هیواد اقتصادي نظام له سختو ستونزو سره مخامخ شوی او د سیاسي چارو کارپوهان اوسنی حالت د اقتصادي ماتې په مانا بولي.

هغوی وايي د افغانستان د سوداګرۍ بیلانس په بې ساري توګه نا انډوله دی او دا کار د دې لامل شوی چې انفلاسیون زور واخلي او په مارکیټ کې د خلکو پېرودوس یا د اخیستلو توان کمزوری شي.

د افغانستان د سوداګرۍ بیلانس د نوې سلنه وادراتو پر وړاندي په لس سلنه صادراتو ولاړ دی چې د بیلانس دا نا انډولي د یوه کمزوري حکومت روښانه مشخصه ګڼل کیږي.

د کابل – جلال آباد پر سرک دواړو غاړو ته په سلهاوو تعمیراتي ماشینونه ولاړ دي په داسي حال کې چې دغه ماشینونه تر دې دمخه په کار بوخت ول.

د یادو ماشینونو یو مالک حاجي نیاز محمد پر وینا تر دې دمخه به د دوی تقریبا ټول ماشینونه (کلیډر، لوډر، شاول، کرن، تراکتور، سکواټور، ډمټرک موټرونه او تراکتورونه) په کرایه کې ول لیکن له کله چې بهرني ځواکونو له افغانستان څخه په وتلو پیل کړی د دوی کاروبار ته سخت زیان رسیدلی او اوس مهال یې له یوه سره ماشینري په پارکینګ کې ولاړه ده.

هغه وايي افغانستان په تیرو کلونو کې د دوی لپاره د دوبۍ مانا لرله یعني پکې ډیرې پیسې ګټل کیدې او د هر ملک انجینیران او متخصصان دغلته راغلي ول لیکن اوس افغانستان په یوه داسي هیواد بدل شوی چې د راتلونکي په اړه هیڅ راز امیدواري نشته.

هغه وايي کله چې بهرنیان له افغانستان څخه ووتل په ملیونونو ډالر يې هم له ځان سره یوړل چې دا د هیواد پر اقتصاد لوی ګوزار دی.

د امریکا د دولت شمیرې ښيي چې د طالبانو د واکمنۍ له پرزیدو وروسته واشنګټن په افغانستان کې څه نا څه نیم تریلیون ډالر په نظامي برخه او نږدې ۱۰۰ ملیارده نور په ملکي برخه لګولي دي.

لیکن د بهرنیو ځواکونو وتل او له افغانستان سره د مرستو کمیدو د دغه هیواد پر اقتصاد سخت ګزار کړی او افغان اقتصادي ماشین یي له ننګونو سره مخامخ کړی دی.

په افغانستان کې د زرګونو انجوګانو رامنځ ته کیدل او دغه هیواد ته د بهرنیو مرستو په راتلو سره په لکونو انسانان په مستقیمه او غیر مستیقیمه توګه د کار روزګار خاوندان شول او دغه یو لوی دلیل وو چې د افغانستان اقتصادي نظام غوړیدلی ښکاریده.

د بهرنیو ځواکونو له خروج سره سم په ۲۰۱۴ کال کې د دغه هیواد اقتصادي وده ۲ سلنه ته را وغورځیده او د اقتصادي حالت د ناوړه کیدو زنګ یي وکړنګاوه.

په کابل کې د بلدوزرونو یو مالک محمد وايي چې ده به هره میاشت د خپلو ۴۰ بلدوزرونو له کرایي څخه تر ۲۴۰ زره امریکايي ډالره ګټل لیکن اوس یې یوازي ۱۰ بلډوزره په کرایه کې دي او نږدې ۲۰ زره ډالر ترینه په ډیره ستونزمنه توګه تر لاسه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *