تاند- وروستي راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه لس کمې نهه بجې په کابل کې د بهرنیانو د اوسېدو پر یوه ځای یا کمپ برید کړی دی.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي و چې د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې دوې چاودنې شوي دي.

د کابل د پولیسو ویندوی حشمت ستانکزي وویل چې چاودنه د کابل ګمرک ته څېرمه شوې چې د کابل- جلال اباد د لویې لارې په غاړه دی.

د ستانکزي په وینا برید په یوه موټر بمي چاودنې پیل شو. لومړني ځانمرګي د نړیوالو د هستوګنځي په دروازه کې ځان والوزاوه.

درو نورو ځانمرګو هڅه وکړه چې ودانۍ ته ننوځي.

لوېدیځو خبري رسنیو ویلي چې جګړې نیم ساعت دوام وکړ او په پای کې د امنیتي ځواکونو له لوري څلور واړه حمله کوونکي ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال ایوب سالنګي هم حمله تایید کړه، ویې ویل چې دا برید ۴ ځانمرګو کړی دی.

سالنګي وویل چې د حملې هدف د نړیوالو د زرغون کلي زون و او ټول ځانمرګي ووژل شول.

سالنګي ادعا وکړه چې په دې برید کې امنیتي ځواکونو او ملکیانو ته هیڅ راز مرګ ژوبله وانه وښته.

طالبانو ویلي چې دا برید دوی کړی دی.

3 thoughts on “د بهرنیانو پر یوه هستوګنځي په برید کې ۴ ځانمرګي ووژل شول”
  1. ذبيح الله مجاهدته پرانيستی ليک.
    داسلامي امارت وياندښاغلی ذبيح الله مجاهدصاحب!السلام عليکم ورحمة الله
    وبرکاته وبعد:په دې هيله چې دصحت اوعافيت جامې په تن ولرې.
    ښاغلی مجاهدصاحب!غواړم چې ديوې خاصي موضوع په اړه درسره خپل نظرشريک کړم
    اوله تاسوپه ډېراحترام اودرنښت هيله کوم چې ځواب راته راکړئ!
    تاسوپه خپله تازه اعلاميه کې چې دملي امنيت دوياندحسيب صديقي خبروته موپه
    غبرگون کې خپره کړې ده ليکلي چې ملامحمدعمرمجاهدژوندی دی اودملي امنيت
    داادعاءچې ملاصاحب يې وفات سوی بللی دی په کلکوټکوموردکړې ده.
    ښاغلی مجاهده!که ملامحمدعمرمجاهدژوندی وي نوبايدچې تاسويې دژوندپه اړه
    ثبوت وړاندي کړئ!
    اوثبوت ډېراسان کاردی،عاليقدراميرالمومنين صاحب دي داوسنيوحالاتوپه اړه
    صوتي پيغام رسنيوته ولېږي،ټولوته به جوته سي چې دی ژوندی دی.
    په دې کارسره به نه يوازي داچې دتبليغاتومخه ډب سي بلکې دامارت
    دخواخوږواندېښنې به هم له منځه لاړي شي.
    که داسي ثبوت نه پېښوۍ نوفکرکوم چې ورځ په ورځ دغسي اندېښنې دخلگوسره
    زياتېږي اواوس نږدې ټول اولس په دې اړه شکمن دی.
    ددې شکمن حالت دوام به کېدای سي نوري هم ناسمي اومنفي اغيزي ولري.
    که لوی ملاصاحب مړسوی وي نوبيارسمي اعلان وکړئ چې فلانۍ دامارت نوی اميردی.
    په دې سره به جوته سي چې دطالبانومشرفلانی دی.
    په دې هيله چې خبري ته مي غوږونيسې!
    والسلام
    په درنښت:
    ستاسوورور:محمداسماعيل حنفي

  2. ګرانه وروره حنفی صاحبه که ملامحمد عمر مړ وي او که ژوندی نور پاکستان هغه ته اړتیا نلري ځکه د هغه څخه غوره خدمتګاران یي پیداکړي دي چې د افغان خاوره پرې ورانه کړي لکه د حقاني شبکه او داسې نور او بله داچې بل امیر المؤمنین ابوبکر البغدادی پیدا شوی دی نو زوړ امیر ته اړتیا نشته ځکه چې په یوه اسلامي خلافت کې یو امیر وي نه دوه او درې امیران

    په درنښت

    نور

  3. Hanafi kena da panjabianu nokara pade gham sharik i che ta ye rond mulla khardajal Sara lare. Rond mulla khardajal ba os insh Allah da jahanum pa 7 tabaqa ke asfalulsafelin ke swazi aw de hare gubnah saza ba warkawal kegi tase jahelin de Allah taba aw Barbados kre amen suma amen

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *