تاند- د فراه ولایتي چارواکي او پولیس وايي چې بهرنیو ځواکونو تېره شپه په دغه ولایت کې پر افغان پولیسو په برید کې ۶ تنه ووژل.

 د دوی په وینا د بهرنیو ځواکونو جنګي الوتکو د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې پر افغان پولیسو بمباري وکړه چې له کبله یې ۶ پولیس ځای پر ځای ووژل شول.

له دې پېښې روغو وتلیو پولیسو هم تایید کړه چې په بمبارۍ کې ۶ پولیس وژل شوي دي.

تر دې مخکې د روان سپټمبر په لومړیو کې د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په لمنه کې د بهرنیو ځواکونو په ورته هوايي برید کې ۸ پولیس ووژل شول.

همداراز تېره اوونۍ د ننګرهار په اچین ولسوالي کې یو شمېر ملکیان د بهرنیو الوتکو په برید کې ووژل شول.

بهرنیو ځواکونو تراوسه پوري د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *