تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په خوست ولایت کې د امریکايي پوځیانو هغه بمباري وغندله چې له کبله یې لږترلږه ۳ ملکیان ووژل شول.

د خوست ولایت چارواکو وویل چې د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون لږترلږه درې تنه وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا دا برید د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې تېره شپه شوی دی.

د خوست د چارواکو په وینا د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي. د دوی له معلوماتو سره سم د کورنۍ مشر(پلار) په پېښه کې ټپي شوی دی.

ولسمشر کرزي په یوه اعلامیه کې، چې ارګ خپره کړې ده، ویلي چې د امریکايي پوځیانو له لوري هوايي بمباري د افغانستان او امریکا د دوه اړخیزې موافقې سرغړونه ده.

کرزي د خوست والي عبدالجبار نعیمي او نورو دولتي چارواکو ته امر کړی چې د پېښې په اړه کره څېړنې وکړي.

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د سختو نیوکو په نتیجه کې په وروستي یو کال کې د بهرنیو ځواکونو هوايي عملیات خورا لږ شوي دي.

One thought on “د بهرنیو څواکونو په بمباري کې د یوې کورنۍ ۳ غړي ووژل شول”
  1. دوطن واكداره.
    داسي به سل هاوو كميسنونه ، او خيرني تا وكري نتيجه خه شوه ستا زوي ،ورور ، ،أوبل كوم خبلو ان دي بكي ندي مر شوي جه بري وزاري ملت نور مه غولوه ملت دي تباه كره نور بس دي .
    وطنه كران وطنه — ً جنت نشأن وطنه ———– دكرزي دلاسه ، ،وران. او ويجار. وطنه وطنه كران وطنه
    جلالزوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *