خبریال: میرویس جلالزی-  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او په ولسواکۍ، بشري حقونو او کارګري مسایلو کې د دغه هیواد با صلاحیته پلاوی هم کابل ته راشي.

سپینه ماڼۍ وايي چې ښاغلی تام میلونوسکي به له افغان چارواکواو د مدني ټولنو له غړو سره د بشري حقونو پر وضیعت او په افغانستان کې د ولسواکۍ او بشري پرمختګونو د ساتلو پر مسایلو او هغو ننګونو بحث وکړي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دغلته را ولاړي شوي دي.

دغه بهرني مقامات پر داسي وخت افغانستان ته سفر کوي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او په توله کې د بشري وضیعت په اړه اندیښني هره ورځ د ډیریدو په حال کې دي.

د بښني نړیوال سازمان هم تیره اونۍ په یوه راپور کې پر افغان دولت او نړیوالو غږ وکړ چې د افغان ښځینه فعالینو او د بشري حقونو د مخکښانو د امنیت خوندي توب ته ډیر څه وکړي.

سازمان ویلي ول چې د بشري حقونو وتلي څیري او هغه کسان چې د ښځو د حقونو لپاره غږ اوچتوي پر ضد دسیسي د ډیریدو په حال کې دي او دا به د افغانستان راتلونکي له خطر سره مخامخ کړي.

ایمنیستی انترنیشنل همداراز د استوګنې په سیمو کې د حکومتي ځواکونو او د حکومت د وسلوالو مخالفانو ترمنځ نښتو ته اشاره کړې او ویلي یي دي چې ډیر کله ولسي خلک د جګړې ترمنځ ایساریږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *