تاند، دوشنبه، د عقرب ۲۰مه: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د هند سفیر ویني کمار ورغوښتی او د پاني پت فلم کې د احمدشاه ابدالي بابا د توهین په تړاو یې ورسره اندېښنه شریکه کړې ده.

 د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ته تایید کړه چې د وزارت د سرپرست ادریس زمان او سفیر ویني کمار تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا تر څنګ د پاني پت فلم په تړاو د کابل اندېښنې هم شریکې شوې دي.

 دا په داسې حال کې ده چې نن په ولسي جرګه کې هم د پاني پت فلم په تړاو د وکیلانو لخوا اندېښنې شریکې شوې او ویل شوي چې په دې هندي فلم کې احمدشاه ابدالي بابا ته توهین شویدی.

 پاني پت فلم چې د نومبر په ۶مه یې لنډه کۍ نمونه يي ویډیو نشر شوې، ټاکل شوې چې د ډسمبر په ۶مه ټول فلم نندارې ته کېښودل شي.

دا فلم د امپراتور احمدشاه ابدالي او د هند د مرهټه قوم تر منځ د پاني پت په جګړه کې د سترې جګړې کیسه ده چې له ځینو صحنو یې معلومېږي احمدشاه بابا ته په کې توهین شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *