تاند، یکشنبه، د عقرب ۲۶مه: د بهرنیو چارو وزارت وايي، لا هم د بیجنګ د سولې د بین الافغاني غونډې کره او دقیقه نېټه نه ده معلومه شوې.

 دې ناستې ته چې افغان سیاسیون او طالب مشران ور روان دي، افغان حکومت هم وايي چې خپل پلاوی یې ورته د ګډون لپاره تشکیل کړی دی، خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، د دې ناستې دقیقه نېټه لا هم نه ده په ډاګه شوې.

بلخوا  د ولسي جرګې مشر خبرداری ورکړی چې د سولې په اړه به د وکیلانو له حضور پرته هیڅ ناسته مشروعیت ونه لري.

 د جرګې مشر میررحمان رحماني ویلي، د سولې د پلاوي په اړه ورسره هیچا مشوره نه ده کړې او هر څه له ټلویزیونونو څاري.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د اکتوبر په ۲۸مه او ۲۹مه په بیجنګ کې د سولې ناسته وشي، خو افغان حکومت په چین فشار راوړ چې دا غونډه د افغان پلاوي تر تشکیل او د ټاکنو د پایلو تر معلومېدو پورې وځنډوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *