تاند، یکشنبه، د میزان ۱۴مه: ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي پاکستان ته د طالبانو د سفر د هرکلي او نامسوولانه څرګندونو له کبله له دندې شړلی دی.
د ارګ یوه مؤثقه سرچینه وایي، ښاغلي احمدي د سولې د مذاکراتو او پاکستان ته د طالبانو د سفر اړوند د یوې خاصې کړۍ په اشاره ویلي وو چې دوی په پاکستان کې د طالب پلاوي د تود هرکلي ملاتړ کوي او امید لري چې پاکستان به دا ځل په صداقت د افغان سولې ملاتړ وکړي، چې وروسته د ارګ ویاند صدیق صدیقي وویل دا د ښاغلي احمدي شخصي نظر دی، ځکه د سولې پالیسي د ارګ لخوا وړاندې شوې او ترتیبیږي.
ارګ وایي، ښاغلي احمدي پر ځای اوس په ترکمنستان کې د افغانستان سفیر میرویس ناب سرپرست ویاند ټاکل شوی چې له دې سره به هم مهاله د بهرنیو چارو وزارت مالي معینیت هم سمبالوي.
ښاغلي احمدي دا څویم ځل و چې د ارګ پر ځای یې د یوې مشخصې ډلې ویاندویي کوله او له ارګ سره یې مخالف دریځ نیولی و.