ناصرخان شیرزی |

د ننګرهار ولایت د بهسودو په سیند باندې څو لسیزې وړاندې لومړی پُل جوړ شوی چې په دې وروستیو کې د پُل ځیني برخې خرابې شوې او خلکو ته په تګ راتګ کې ډيرې ستونزې وي .

افغان دولت  د خلکو تر غوښتنو وروسته د بهسودو دوهم پُل منظور کړ چې کال وړاندې ورباندې کار پیل شو.

په ننګرهار ولایت کې د درې ميليونه او ۴۳ زره امريکايي ډالرو په لګښت د ۳۵۰ مترو په اوږدوالي او ۱۲ مترو پلنوالي سره د بهسودو دوهم پُل یوڅه اندازه ورغول شو خو خلک وايي څنګه چې پکار و په هغه ډول نه دی رغول شوی او نن سبا د پُل ځیني برخې بیرته خرابې شوې دي.

د پُل د جوړیدو چارې د الینګار الګوزي شرکت ترسره کړې وي، چې د پُل د ځینو برخو تر نړیدو وروسته د ننګرهار والي ګلاب منګل د یاد شرکت مسؤل بندې کړ، خو ورځ وروسته د ټولګټو وزارت په غوښتنه بیرته له بنده ازاد شو چې د خلکو سخت غبرګونونه یې راپورته کړل .

د بهسودو پُل د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په شمال طرف کې موقعیت لري چې د ننګرهار ولایت شپږو ولسوالیو سربیره د کنړ او نوریستان ولایتونه د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار سره نښلوي ،په دغه پُل د یادو سیمو په سلګونو زرو اوسیدونکي تګ راتګ کوي ، چې ځایې کاروباریان هم له همدغې لارې ګټه پورته کوي.

د بهسودو نوي پله په خرابیدو سره خلک اندیښمن شوي او په دغه چاره کې دولت ګرم بولي او وایې چې،  خپل مسؤلیت یې په سمه توګه نه دی ترسره کړی ، په یاد پُل تګ راتګ کوونکي له دولت څخه غوښتنه کوي ، چې پُل باید په سمه توګه ورغول شي او د خلکو له ژوند سره لوبې ونشي، ځکه که د پُل همدا حال وي یوه ورځ به حتماً لویږي او د خلکو د مرګ ژوبلې سبب به ګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *