زاهد صمدزی
د جرمني یو شمېر پوهانو په یوه نوي راپور کې معلومه کړې، چې شاوخوا ۲۵ زره کېمیاوي ذرې په معدني اوبو کې شته، چې د بدن لپاره مضرې دي. د دوی په وینا یاد کېمیاوي مواد د قوي درملو غوندې پر بدن تاثېرات پرېږدي.
دا څېړنه په دوه مرحلو کې ترسره شوې ده، لومړۍ هغې یې د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه چې معدني اوبو ۱۸ ډوله بېلګې راټولې شوې وي، د استروژن او آندروژن په بدني هورمونونو باندې تر تاثېر او ازموینې لاندې ونیول شوې. همدارنګه د شیدو اوبه هم د معیاري مقایسې لپاره وکارول شوې.
د څېړنې په ترڅ کې معلومه شوه، چې د معدني اوبو ډېری ډولونه د یادو دواړو هرومونونو سره حساس او اخېستونکي دي، خو د شیدو په اوبو کې بیا دارنګه تاثېر ونه لېدل شو.
په دویم پړاو کې ډاکترانو د کیمیاوي ترکیبونو چې په معدني اوبو کې شته تر څېړني لاندې ونیول څو معلومه شي، چې په معدني اوبو کې کوم ترکیبونه په یادو هورومونونه منفي تاثېر کولی شي.
د فاکس نیوز د خبر له مخې په پایله کې ډاکترانو په دې تاکید وکړ، چې باید خلکو ته خبر ورکړل شي، چې دا کېمیاوي مواد کوم چې په معدني اوبو کې دي، د ټولو خلکو لپاره خطرناک نه دي. همداسې د بالغو او روغو کسانو لپاره یې خطر ډېر کم ښودل شوی، خو د ماشومانو، مېرمنو او امېندواره ښځو لپاره بیا خطر پېښولی شي.
دا کېمیاوي ترکیبونه د ژر بالغېدو، تر وخت مخته زېږېدنې او نورو عواملو باعث ګرځېدی شي. د بوتلي اوبو کیفیت پدې څېړنه کې ډېر مهم دی، ځکه بې کیفیته یې له ګټې ډېر تاوان لرلی شي.
له محور ورځپاڼې په مننې