عبادالله درمان

د تاریخ پاڼې د احمد شاه بابا له دوره راښیي چې د افغانستان حکومت د بودیجې د تمویل له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. دا چې ستونزې په کومه برخه کې دي او د حل لارې یې څه دي لاندې پرې بحث کوو.

د هر کال له پیل څخه باید د هغه کار د سرته رسولو او د کار د حجم په اندازه تمویلې سرچینې پیدا کړو، که چیری غواړو کار مو منظم او له کومې ستونزې پرته سرته ورسیږې باید منظم پلان ورته جوړ کړو او په پلان کې ټول ابعاد په نظر کې ونیسو په افغانستان کې تر ټولو لویه ستونزه د پلان نشتون دی.

د مالي چارو او عامه قانون پر اساس مالیې وزارت مکلف دی چې هر کال د ټول حکومت لپاره بودیجه جوړه او اجرا کړي، د بودیجې د جوړولو لپاره وسایلو ته اړتیا ده، چې د بودیجې وسایل، عواید او لګښتونه دي. دا چې موږ عواید له کومه ځای پیدا او پر کوم ځای یې ولګوو دا تر ټولو مهمه او ضروري خبره ده. افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دی چې ډېری بودیجه یې د بهرنیو مرستو په واسطه تمویلیږي، که چیری له افغانستان سره مرستې و نشي نو افغانستان د بودیجې  له کسر سره مخامخ کېږي. د دې لپاره چې افغانستان له بودیجوي کسر سره مخ نشي او خپل کارونه په ښه توګه پر مخ یوسي نو لازمي ده، چې د بودیجې د جوړښت لپاره مختلف پروګرامونه طرحه شي، تر څو د بودیجې په جوړښت کې له کومې ستونزې سره مخامخ نشي او په ښه توګه وکولای شي.

افغانستان سره به تر ۲۰۲۴  کال پوري د بودیجې د تمویل په برخه کې مرسته کیږي، یعني تر دې کاله پوری به افغانستان سره مرستې ادامه لري او له هغه روسته به بندېږي، دا چې موږ څنګه وکولای شو د خپل کار لپاره منظمه تمویلي سرچینه پیدا کړو او بودیجه مو ترې جوړه کړو نو زموږ منظم پلان او طرحی ته ضرورت دی. د پلان پر اساس هر هغه واحدونه چې غواړي خپلی اصلی او تر څنګ یې فرعي پروګرامونه سرته ورسوي، بودیجې ته اړتیا لري. د کارونو د سرته رسولو پخاطر باید منظم پلان چې هغه ته د پروګرام په اساس دبودیجه ویل کېږي، ترتیب او مالیې وزارت ته ولیږل شي، ترڅو مالیې وزارت د هغوی ضرورتونه و ارزوي او د هغوی لپاره عواید پیدا کړي.

 دا چې تر اوسه زموږ ۵۰ سلنه او یا تر هغې اضافه بودیجه د بهرنیو مرسته کوونکو لخوا تمویلیږي نو دلته د قانون پر اساس مالیې وزارت مکلف دی چې د واحدونو د ضرورتونو د رفع کولو پخاطر تمویلي سرچینه پیدا کړي، که هغه د هیواد دننه او یا هم بهر وي یا دا چې کورني او یا هم بهرني عواید وي د مالیې وزارت وظیفه ده، چې باید ترسره یی کړي، تر څو د قانون پر اساس ټول واحدونه خپل وظایف په ښه توګه تر سره کړي. د وظایفو د سرته رسولو پخاطر ضرورت پیسو ته دي نو مالیې وزارت د قانون پر اساس باید وزارتونو، خپلواکو ادارو او دولتي شرکتونو ته بودیجه پیدا کړي.

دا چې افغانستان په هره برخه کې ستونزو سره مخامخ دی یوه برخه یې د بودیجې دی. کله چې د طالبانو دوره پای ته ورسیده په ۱۳۸۰ کال کې د بن په کنفرانس کې چې د افغانستان لپاره ګن شمیر تصمیمونه ونیول شول یو هم د افغانستان د بودیجی تمویل مسله وه په هغه وخت کې ګڼ شمیر هیوادونو خپلی ژمنې د بودیجی د تمویل په برخه کې وکړې، له دې ډلې هیوادونو څخه یې لږ شمېر دې ته چمتو شول چې په دې برخه کې مرسته وکړي، په داسي حال کې چې د تمویل ستره برخه د امریکا متحده ایالتونو له لوري مخ ته وړل کېده او دا لړۍ اوس هم دوام لري.

د امریکا د مرستو له بندېدو سره، افغانستان ممکن له ګڼو ستونزو سره مخ شي. په همدې اساس موږ باید د خپلې بودیجې د تمویل لپآره لاندي لارې چارې په نظر کې ونیسو.

لومړی:- له هغو ځایونو څخه چې زموږ عواید تر لاسه کیږي او زموږ عادي بودیجه ترې جوړېږي هغه ځایونه تر ډېره بریده په فساد کې را ښکېل دي. که چیري د افغانستان حکومت غواړي خپله بودیجه خپله تمویل کړي په عایداتي سرچینو کې د فساد له منځه وړلو لپاره پیاوړی پلان جوړ او تر څنګ یې په پیاوړې اراده سره عملي شي.  که چیرې په ګمرکونو، ترانسپورت او ښاروالیو کې فساد را کم شي په ډاډ سره ویلی شم چې زموږ بودیجه به له خپلو داخلي سرچینو څخه جوړه شي.

دویم: افغانستان یو کرنیز هیواد دی ډیری خلک یې په کرنه بوخت دي، خو له بده مرغه که څه هم موږ یو کرنیز هیواد لرو، ولي بیا مو هم زیاتره توکي له بهرنیو هیوادونو دي. نو د دې لپاره چې دا ستونزه حل شی زراعت وزارت ته باید تر ټولو ډیره بودیجه په نظر کې ونیول شي ځکه افغانستان ډیرې شاړی او دښتې لري. که مو چېرته شاړو او پراخو دښتو ته اوبه ورسېږي، د ښکلا تر څنګ به یې د کرنیزو محصولاتو له اړخه هم بډایه شو او یو صادراتي هیواد به ولرو. موږ ټول پوهېږو د افغانستان تازه او وچه میوه په نړۍ له ښه نامه برخمنه  ده خو متاسفانه عرضه یی په هغه اندازه نه ده چې د افغان وګړو ضرورت رفعه کړي. د دې لپاره چې د خپلو ضرورتونه تر څنګ په نړۍ کې د تازه او وچو میوو له لحاظه اول مقام ولرو او په بازار کې مو همیشه د افغانستان میوه را څرګنده شي، یوه پیاوړي زراعتي پلان او ډیرې بودیجې ته اړتیا ده. که چیری افغان حکومت غواړی خپل اقتصاد او تر څنګ یې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي د زراعت سکتور ته دې جدي پاملرنه وکړي.

درېیم:- په افغانستان کې باید کورنۍ او بهرنۍ پانګونې را جذب کړي، دا چې حکومت یوازي نه شي کولی خلکو ته د کار زمینه او خدمات وړاندي کړي، نو خصوصي سکټور ته پاملرنه وکړي او هغوی ته د کار زمینه برابره کړي. یوازنۍ لاره ده چې د بودیجی په تمویل کې ورسره ډیره مرسته کولی شي، ځکه کله چې سوداګر په یو هیواد کې پانګونه کوي نو حکومت ته ګڼ شمیر ګټې رسوي او ستره برخه یې د بودیجې تمویل دی. بېلګه یې پر معاشونو، کرایه، پانګونه او پر عایداتو مالیه وضع کوي دي او داسی نور… دغه مالیات د بودیجې د تمویل  په برخه کې ډیره مرسته کولای شي او دا ټول د خصوصي سکتور په واسطه تر لاسه کیدلایشي.

څلورم: د خپلو کانونو او نفتو پیدا کول او تر څنګ یې استخراج دی، چې په همدی وسیله کولایشو بهرنۍ پانګونې هم د کانونو او نفتو د استخراج په برخه کې را جذب کړو. تر ټولو ښه خبره دا ده چې خپل هیواد دي د کانونو او نفتو استخراج او ګټی اخیستنی ته چمتو کړي، د دې پر ځآی چې یو خصوصي سکټور ته یې ورکړي. ځکه په دی  کار کې د حکومت ډیره ګټه ده. که چیری حکومت سره په هغه اندازه امکانات نه وي کوم چي د نوموړو پروژو لپاره ضروري وي، نو بیا اړینه ده چې د کانونو او نفتو په برخه کې له خصوصي سکټور سره هوکړه وکړي، په پایله کې به دولت وکولایشي خپل کورني عواید لوړ اوخپله بودیجه به د خپلو عوایدو څخه تمویل کړي.

په اخیر کې د یادولو وړم بولم چې افغان حکومت دي د فساد له منځه وړلو لپاره د زراعت د تقویت لپاره او د بهرنی او داخلي پانګونې را جذبولو لپاره منظم پلان جوړ کړي تر څو په راتلونکی کې د بودیجی د تمویل په برخه کې کومه ستونزه و نلري او تر څنګ یې په عایداتي سرچینو کې د با استعداده او مسلکي کسانو ګمار دي، په دې کار سره به تر ډیره حده په افغانستان کې ستونزې حل شي.

د یو با ثباته پرمختللي او په ځان بسیا افغانستان په هیله؛

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *