د بودیجې د نیمایي کال ارزونه څه ډول یې چې له نوم څخه څرګندیږي د مالي کال په نیمایي کې د ملي بودیجې ارزونه ده. دا چې ملي بودیجه د یو مالي کال لپاره چمتو کېږي مالیې وزارت هر کال د مالي کال نیمایي کې یانې د مالي کال له شروع څخه شپږ میاشتې وروسته ادارو ته د منظور شوې بودیجې ارزونه کوي.
د بودیجې د نیمایي کال ارزونې په پایله کې مالیې وزارت د نتیجې ته رسېږي چې بودیجوي واحدونه د مالي کال په شروع کې د منظور شوې بودیجې څخه یې څومره بودیجه په مصرف رسولې ده. مالیې وزارت له ټولو بودیجوي واحدونو سره ځانګړې ناستې کوي او د نیمایي کال بودیجې ارزونه کوي. کچېرته بودیجوي واحدونو د خپلې منظور شوې بودیجې (۵۰) سلنه په مصرف رسولې وه مالومه ده چې بودیجوي واحدونو د خپلو پلانونو سره سم روان وي او د دوی د مصرف له (۵۰) سلنه څخه کمه وه مالومه خبره ده چې بودیجوي واحدونه په خپلو پلانونو کې پاتې راغلي دي او شاید چې د مالیې وزارت لخوا بودیجوي واحدونه د بودیجې له کمولو سره مخ شي او هغه ادارې چې د مصرف کچه یې له (۵۰) سلنه څخه پورته وه او خپلو پلانونو کې بریالي وه د اضافه بودیجې له ورکړې سره په هغه صورت کې مخ کېدلی شي چې دوی یې له مالیې وزارت څخه غوښتنه وکړي.
د نیمایي کال بودیجې په ارزونه کې مالیې وزارت کولی شي چې د ولسمشر په حکم او یا هم د ځینو پراختیایي پروژې چې اقتصادي ارزښت لري اضافه کړل شي.
د بودیجې د نیمایي کال ارزونه مالیې وزارت له بودیجوي واحدونو سره له هوکړې وروسته د افغانستات اسلامي جمهوري دولت کابینې ته وړاندې کوي د کابینې له منظوري وروسته ولسي جرګې ته استول کېږي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابینه کولی شي چې د بودیجې د نیمایي کال ارزونه کې بودیجه کمه او یا هم زیاته کړي. ولسي جرګه چې مقننه قوه ده د رد او تصویب صلاحیت لري.
د ولسي جرګې وروسته په ملي بودیجه کې ټول تغیرات قانوني بڼه خپلوي او مالیې وزارت د تصویب شوې نیمایي کال بودیجې ارزونه د مالي کال منظور شوې بودیجې سره یو ځای بودیجوي واحدونو ته د ضرورت په وخت کې د بودیجې د مصرف تعهد ورکوي.
د بودیجې د نیمایي کال ارزونه څو ګټې لري:
۱: مالیې وزارت د روان مالي کال د منظور شوې بودیجې جاج اخیستلی شي چې څومره یې په مصرف رسېدلې.
۲: د بودیجې د نیمایي کال ارزونې په مرسته مالیې وزارت کولی شي چې بنسټیزې او اقتصادي ارزښت لرونکې پروژې ملي بودیجې ته شاملې کړي.
۳: هغه بودیجوي واحدونه چې د منظور شوې بودیجې د مصرف فیصدي یې کمه ده مالیې وزارت کولی شي له هغوی څخه بودیجه کمه او نورو بودیجوي واحدونو ته چې اړتیا یې لیدل کېږي ورکړي.
۴: ملي بودیجه چې په اقتصادي وده کې مهمه ونډه لري مالیې وزارت کولی شي چې د نیمایي کال ارزونې څخه وروسته د هیواد په کچه د نیمایي کال اقتصادي ودې ارزونه وکړي.
دا او دیته نورې ورته ګټې لري چې مالیې وزارت هر مالي کال د بودیجې د نیمایي کال ارزونه کوي.