د میدان وردګو ولایت د کار او ټولنیزو چارو ادارې رئیس اسلام حسیني وایي د بودیجې د کموالې له امله د ثبت شویو ۳۱۷۶ تنو شهیدانو کورنیو او معلولینو له جملې څخه یواځې ۱۱۰۰ سوه تنو ته د دوی حقوق ورکولی شي .
نوموړی د دغه ولایت د مرستیال والي په مشرۍ د ټولنیز خوندیتوب په جوړه شوې غونډه کې چې نن ( سې شنبه) د ولایت په مقام کې جوړه شوې وه،وویل د اړونده وزارت له لورې ورته له تېرو ۶ میاشتو راهیسې ټاکلې بودیجه نه ورکول کیږي .
ده زیاته کړه، دوی به پخوا د هر شهید کورنۍ او زیات معلول ته هر میاشت ۵، پنځه زره افغانۍ ورکولې او همدا راز به یې عادي معلول ته ۲۵۰۰ افغانۍ په یاده موده کې ورکولې،چې د دې ولایت ټولو ۳۱۷۶ د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته به په ښه توګه د دوی حقوق رسیدل.
ده وویل له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په یاده برخه کې یواځې د ۱۱ سوه د شهیدان کورنیو او معلولینو حقوق دوی ته ورکول کیږي او له همدې امله دوی هم نشي کولای،چې پاتې ۲۰۷۶ تنو ته د دوی حق د بودیجې د کموالې له امله وسپاري .
د میدان وردګو مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني د شهیدانو کورنیو او معلولینو لپاره د دوی حقوق په ښه توګه نه ورکول یوه جدي ستونزه وبلله او په دغه برخه کې د اړونده وزارت څخه په رسمي ډول د ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر