څلورمه برخه

په ۲۵۰م م کال کې اشوکا  (د وخت امپراتور) بودايي دین ومانه؛ ورپسې یې سمدلاسه د خپلې واکمنۍ پر ساحه باندې د بودیزم اخلاقو او عقایدو پلي کولو لپاره هڅې پيل کړې او هرې خوا ته یې مبلغان واستول، تر څو هغه عقیده یې چې منلې، پر نورو هم ومني.

که څه هم بودايي دین او د بودا پر تعالیمو ولاړې فلسفې، پخپله د بودا اتیا کلن عمر په لړ کې په تدریجي ډول له هندوستان څخه آسیا، منځنۍ اسیا، تبت، سریلانکا، سهیل ختیځې آسیا او همدارنګه د ختیځو هیوادونو لکه چین، مغولستان، جاپان او کوریا ته لاره وکړه؛ چې دغې پراختیا د یاد امپراتور په دوره کې څرګنده بڼه ومونده او همغه تحریک لامل وګرځېد چې اوس بودايي دین ۳۵۰ میلیونه پلویان لري.

دا دین تر افغانستان (د وخت خراسان) پورې هم راورسېد، چې نمونه یې په بلخ کې لویه بودايي صومعه وه؛ دغې صومعې ته یې په سانسکریټ کې (ناوا ویهار) ویل او معنا یې (نوې صومعه) ده.

که څه هم په مخکني بحث کې مو یادونه وکړه، خو که دلته په اړونده موضوع کې هم ورته بیا اشاره وکړو، بده به نه وي. د یودايي دین پراخېدلو او خپرېدلو راز دا نه و، چې ګواکې بشپړ او رښتینی دی او یا داسې پیاوړي اساسات لري چې تقریباً د نړېوال کېدو باعث یې ګرځېدلي دي؛ په لنډ ډول یې داسې په ګوته کولی شو، چې بودايي دین یو اغېز منونکی اړخ ځانته غوره کړ او په هره دوره کې یې د اجتماعي، اقتصادي او سیاسي لاملونو د اغېز له امله په هند او سریلانکا کې د هندويي دین سره، په چین کې د تایو او کنفیوسیوس سره، په تبت کې د کیش بن سره او په جاپان کې د شینتو سره ګډ شو. خو دا چې د لوېدیځې آسیا په هیوادونو کې اسماني (الهي) ادیان په پوره پیاوړتیا سره واکمن ول، ونشوای تونیدلی چې هلته نفوذ وکړي او له همدغه امله ټوله سیمه ترې په امن کې پاتې شوه.

اساسات او اخلاقیات

د بودا په دین کې (پرهېز) او (حقیقت پلټنه) اساس ګڼل کیږي. هغه انساني خلقت ته په مساوي او یوه سترګه ګوري او هغه څه چې دی یې اساس بولي، د هغه له مخې انسانیت په ټولنیز ژوند کې په دوو ډلو ویشي: (نېک او بد).

دا چې هغه پرهېز ته لمړیتوب ورکوي او د پند او نصیحت (باید او نباید) په چوکاټ کې یې د شرطونو په ډول وړاندې کوي، نو ښه ده چې دلته یې هم یادونه وشی:

الف – باید وشي ( امر):

  • فردي رنځ باید پرېښوول شي.
  • د ژوندیو رنځ ته باید اندېښنه وشي.
  • د نړۍ په کچه باید د ټولنې په رنځ کې ګډون وشي.
  • ښه نیت باید ولرل شي.
  • پر نورو باید زړه سوی وشي.
  • باید بخښنه وشي.
  • باید د خلکو لپاره سرښندنه او خدمت وشي.
  • له حیلې او فریب څخه باید پرهیز وشي.

ب – باید ونشي (نهی):

  • ژوندي موجودات باید ونه وژل شي.
  • د نورو مالونه باید ورځنې وانخیستل شي.
  • د بل پر ناموس باید تیری ونشي.
  • درواغ باید ونه ویل شي.
  • نشه کوونکي څښاک باید ونه څښل شي.
  • زیات خوراک باید ونشي.
  • ګاڼې او عطریات باید ونه کارول شي.
  • پر نرم بستر باندې باید خوب ونشي.
  • سیم او زر باید نه وغوښتل شي او نه وپالل شي.
  • چټي او بې کاره خبرې باید ونشي.

بودايي نښانې

بودايي نښانې، بودایانو ته د بودا له ښوونو او کړنو ورپاتې دي:

  • د سر او مخ پاک خرېیل (تراشل)؛ دا په مادي ژوند کې یو ډول کړاو او ریاضت دی.
  • د ژېړو جامو اغوستل (احرام ډوله)، چې د بودایانو لپاره د داخلي اظطراب ښکارونديي کوي.
  • داخلي ارامتیا او تأمل؛ چې هر بودايي هره ورځ له خپل ورځني کار څخه تر فارغېدو وروسته په خپل ځان کې ډوبیږي یعنې ورکیږي او له مادي نړۍ نه د څو ساعتونو لپاره وځي.
  • کچکول په لاس یا په غاړه کې اچول؛ هر بودايي دا پر ځان لازمه بولي، چې د ګدایۍ کچکول پر غاړه یا لاس کې د ځان سره ولري، تر څو یې په مرسته د غرور او تکبر له طغیان څخه مخنیوی وکړي.

بودايي سپیڅلې ورځې

بودایي دین څلور سپېڅلې ورځې لري، چې په هره میاشت کې څلور ځله په تکراري ډول راځي. دا ورځې په اصطلاح کې اویوساتا نومیږي، چې عبارت دي له: د میاشتې لمړۍ ورځ ، د میاشتې اتمه ورځ، د میاشتې نیمايي او د میاشتې له نیمايي نه وروسته اتمه ورځ؛ چې همدغسې جریان لري.

په دغو ورځو کې بودایان خپل فرضي عبادتونه تر سره کوي؛ لکه: معبدونو ته ګلان وړل (اندازه یې نه ده ټاکل شوې)، په لوړ غږ په پالي ژبه سپيڅلې لیکنې لوستل او د یو راهب نصیحت ته غوږ نیول.

البته د یادولو وړ ده، چې د دغو بودايي مقدسو ورځو عمومي فرایض اته دي، چې عبارت دي له: د حیواناتو نه ازارول او نه وژل، غلا نه کول، دروغ نه ویل، له الکولي څښاک څخه ډډه کول، له کوروالي (مقاربت یا جماع) څخه لېرې والی، د دوهمې ورځې نیمايي کې روژه نیول، میلمستیا ته نه تلل او په مجلل او نرم بستر باندې نه ویده کېدل.

نمانځنې (دودیزې ورځې)

  • د ویساک ورځ (د بودا پیدایښت): دغه دود لمړی (مهایانا) نومېد، چې په سانسکرېټ کې یې ورته (وایساخا) ویل، خو راوروسته بیا پر (ویساک) بدل شو. دا ورځ بودایانو ته معتبره ده، چې په دې ورځ کې سره راټولیږي او د بودا پیدایښت، روښانتیا او مړینه په شاندارو مراسمو سره نمانځي.

په دې نمانځنه کې هغوی په ډلییزه توګه عبادت کوي او بیا لارویانو ته وړیا ګیاهي خوراکونه (سابه) او څښاک ورکوي. بله دا چې د ناروغانو، معیوبانو او خوارانو لپاره د خوښۍ او سلامتیا غوښتنه کوي او خیریه خونو سره نغدي او غیر نغدي مرسته تر سره کوي.

دغه راز په دې ورځ باندې خپل ټول معابد پر څراغونو روښانه کوي او د نقاشۍ او انځورګرۍ په وسیله خلکو ته د بودا د ژوند صحنې بیانوي.

دا نمانځنه هر کال په بنګلادیش، نیپال، هند، سریلانکا، کامبوج، سینګاپور، ویتنام، مالیزیا او … کې تر سره کیږي، چې بنسټ یې لمړی ځل په سریلانکا کې ایښوول شوی دی (1950م)، البته په دې ورځ په سریلانکا کې د څارویو وژنځایونه بند وي او د الکولي څښاک او غوښې خرڅلاو باندې بندیز لګېدلی وي.

  • د وسا ورځ: ویسا په پالي ژبه کې د باران موسم ته وايي، چې دا موسم زیات او کم درې میاشتې نیسي. په دغه موسم کې بودایان د تراودا په نوم نمانځنه لري او په ځانګړي ډول په میانمار، کامبوج، ټایلنډ او لایوس کې د ارزښت وړ ده.
  • الامبانا (د اروا ورځ): دا هم د بودایانو ارزښتمنه نمانځنه ده. په دې نمانځنه کې بودایان راټولیږي او د کاغذونو بېړۍ جوړوي، یعنې یوه اندازه غټې بېړۍ چې (د قانون بېړۍ) یې نوموي او چې کله شپه شي، نو هغو ته په ازاده فضا کې اور اچوي او سوځوي یې. په دط نمانځنه کې بودایان خپل مړي یادوي او د هغو کسانو اروا ازادوي، چې په یوه پېښه کې تري تم شوي وي؛ لکه په سمندر کې ډوب شوي وي، جسدونه یې نه وي تر لاسه شوي او د کفن – دفن مراسم یې هم نه وي ترسره شوي.

بودایان دغې اروا ته پارتیا وايي او ښه یې نه بولي. وروسته بیا په نیمه شپه کې، کله چې کاغذي بېړۍ وسوځي، د پارتیا ازادۍ او ارامتیا لپاره فانوسونه روښانه کوي، بیا رهرو او غیر رهرو (رهرو: په لغت کې ګدا او ملنګ ته وايي او په بودايي اصطلاح کې هغه څوک دی چې اته ګونې لارې یې طی کړې وي)، روحاني او غیر روحاني په لوړو غږونو خپل سپیڅلي ان عاشقانه شعرونه وايي. په دې نمانځنه کې بودایان، نه ځانونه کوربانه ګڼي او نه هم مېلمانه؛ ټول یو بل ته په میوو ورکولو سره هر کلی وايي او یو د بل خورا قدر کوي.

اخترونه

د نوي کال او درمند اختر (جشن): دا هغه بودايي اختر دی، چې د بودا له دین نه وړاندې یې شتون درلود او په دغه دین کې د عاریتي دود په توګه پېژندل کیږي. په دغه اختر کې خرافات ډیر دي او ټول له کور، کلي او ښار څخه د شیطانانو شړلو په اړه دي، چې دا کار د روحانیانو پر غاړه دی او په لوړ غږ د اورادو په ویلو سره یې تر سره کوي.

همدا شان نورې دودیزې ورځې هم شته لکه: د رعایت ورځ، د سنګهـ ورځ، د لامبوزنې کاسې نمانځنه، د دارما نمانځنه، د فیل نمانځنه، د نیکونو ورځ (نمانځنه)، د بودا د ویناوو نمانځنه، د کاتینا نمانځنه او…

د وجرایانا په چوکاټ کې د تبت اخترونه: د تبت خلک د نړۍ نورو ملتونو په پرتله ځينې ځانګړنې لري؛ یو له دغو ځانګړنو څخه د دوی اخترونه دي، چې د شمېر له مخې هر کال تر سلو زیات اخترونه او د رخصتۍ ورځې لري.

دا اختریز فرهنګ تبتیانو ته ډېر د ارزښت وړ دی او تر ډېرو نورو دودونو یې غوره بولي. د دوی په بېلابېلو اخترونو کې د نوي کال اختر تر نورو شانداره نمانځل کیږي، چې معمولاً له فبروري میاشتې نه تر مارچ پورې وي.

جه کا: یو ډول تفریحي مېله ده، چې پکې ویناوې او سندرې ویل کیږي او معمولاً په نوي کال کې تر سره کیږي او یوازې د خپلو هیلو او غوښتنو د پوره کېدو لپاره ځانګړې شوې ده؛ طریقه یې داسې ده، چې د نوي کال په لمړۍ ورځ د کورنۍ ټول غړي نوې جامې اغوندي او کتار کښېني، وروسته د کور مېرمن خواړه راوړي او د نیکمرغۍ په دود یې د بودا مجسمې ته مخامخ ږدي، ورپسې بیا ټول غړي ورباندې ورټولیږي او همغه د نیکمرغۍ خواړه خوري. له دې وروسته بیا دوی ټول د قربانۍ په مراسمو کې ګډون کوي او یو بل ته هیلې او دعاګانې کوي.

له دوهمې ورځې نه بیا د خپلوانو او دوستانو لیدو ته ورځي او د نوي کال مبارکي ورته وايي، چې دا مبارکۍ او مراسم پنځلس ورځې دوام کوي او په ترڅ کې یې تبتي اپرا (یو ډول تبتي هنر او ادب دی) وايي او نڅاوې کوي.

د تروادا په چوکاټ کې د مالیزیا اخترونه: په دغه هیواد کې د (ویساک) په نوم اختر هر کال د (می) میاشت کې تر سره کیږي. دا اختر د سهار له سپېده داغه پیلیږي او بودایان د خپلو اتو سپېڅلو فرضیو په اړه د تأمل لپاره په معبدونو کې راټولیږي. په دې ورځ کې د بخښنې مستحقو ته د غذا ورکولو، له غوصې نه پرهېز، د عود یا عنبر لګولو او د دعا کولو مراسم تر سره کیږي او په زعفراني (ژېړو) جامو کې په یو غږ سره د راهبه ګانو سرود وايي.

هري جاوا: دا اختر د جون په لمړۍ نېټه د ساراواک د (دایاکانو) او (ایبانانو) لخوا د وریجو د حاصل اخیستو په پای او د بیا کښت په پیل کې د یوې اونۍ لپاره تر سره کیږي؛ په دغه اختر کې د شعر ویلو او نڅاوو مراسم هم تر سره کیږي. البته هغه ایبانان چې له کلي بهر بل ځای کې کار کوي، هغوی په دغه اختر کې د ګډون لپاره راځي؛ همدارنګه په دغه اختر کې خورا زیات او مختلف خواړه لیدل کیږي.

د وږې اروا اختر: دا اختر د بودایانو او تایویانو لخوا د قمري کال اوومې میاشتې پر پنځلسمه ورځ جوړیږي. دوی په دې عقیده دي چې د دوزخ دروازه تل وازه وي او ټولې وږې ارواګانې د خواړو موندلو او له هغو کسانو نه د انتقام اخیستلو لپاره چې په ژوند کې یې دوی سمې لارې ته نه وي برابر کړي، لټه کوي.

د ډیوې او سپوږمۍ د شیریني مېله: دا مېله چې د (مني منځ) هم نومیږي، د چینایانو د تقویم له مخې د اتمې میاشتې په پنځلسمه ورځ جوړیږي. دا مېله تر ډیره پورې تاریخي بڼه لري او د هغه انقلاب بریا بیانوي، چې په چین کې د څوارلسمې پېړۍ په لړ کې د مغولي واکمنۍ پر ضد تر سره شو.

د مهایانا په چوکاټ کې د چین مېله او مراسم: چیني نوی کال د چینایانو له مهمو سنتي رخصتیو څخه ګڼل کیږي، چې په عمومي توګه تر پنځلسو ورځو پورې غځیږي او د ډیوې پر میله پای ته رسیږي.

په زیاترو هغو هیوادونو کې چې هلته چینایان اکثریت دي یا هم ځواکمن اقلیت دي، چیني نوی کال نمانځل کیږي؛ له دې ډلې څخه پخپله چین، هانګ کانګ، تایوان، برنا، کوریا، مغولستان، نیپال، بوتان، ویتنام، سینګاپور، انډونیزیا، مالیزیا، فیلیپین او ټایلنډ یادولی شو.

بودايي چینایان په دې ورځ کې غوښه نه خوري او د اور لګول او چړې کارول ښه نه ګڼي. د دې ورځې ټاکلي خواړه له وړاندې نه پاخه شوي وي، همدارنګه چینایان په دې ورځ د کورنۍ مشرانو لیدو ته ورځي او د زمري نڅا هم په دې ورځ کې د چینایانو ډېر پخوانی دود ګڼل کیږي.

تېرې برخې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *