تاند- بوسنیا هرزه ګووینا د اکتوبر له لومړۍ نېټې د نوې یمې لسیزې له جګړې راورسته د لومړي ځل لپاره سرشمېرنه پیل کړې ده.
سرشمېرنې په دغه څو قومي او څو کلتوري هیواد کې یو واربیا دا پوښتنه راپورته کړې چې بوسنیا تر څه حده له خپلواکۍ راوروسته د واحد ملت او ګډ ملي هویت په ترلاسه کولو کې بریالی کېږي.
ملیت مو څه دی. په کومه ژبه ږغېږې؟ دین دې څه دی؟
دا هغه درې مهمې پوښتنې دي چې د سرشمېرنې په مهال له خلکو کېږي.
دا درې پوښتنې په ظاهره ساده او عادي ښکاري او له ۱۹۹۱ څخه، چې بوسنیا د لومړي ځل لپاره خپلواکي ترلاسه کړه، د هر بوسنیايي په ذهن کې ګرځي.
یاسنا تیمیز چې د بوسنیا په مرکز سارایه و کې اوسي، وايي:
«نپوهېږم چې ځان ته کوم ملیت ولیکم، نپوهېږم څه وکړم. لا هم په دې فکر کوم. دین کومه ستونزه نه ده، خو ملیت دی. نه پوهېږم چې خلک په امریکا کې ځان ته څه وايي؟ جرمنیان ځانونه جرمنیان بولي، نو ولي موږ ځان ته بوسنیایان نه شو ویلی؟ دا ډېره پېچلې مسله ده، خو موږ باید د نورو په شان ځانونه یو ملت وبولو. زما نظر خو همدا دی، زه لا هم نپوهېږم چې څه وکړم. ډېره به خوشاله وای که مې مې ځان بوسنیايي بللی شوای.»
د یاسنا تیمیز خبرې د بوسنیا په شان هیواد کې، چې د قومي تصفیې لپاره پکې خونړۍ جګړې شوي دي، د خلکو په ذهنیت کې د لوی بدلون ښودنه کوي.
په مختلفو ملیتونو تاکید کول د دغه هیواد ملي یووالی له خطر سره مخامخوي. د بوسنیا په اساسي قانون کې دا هیواد درې ملیتي پېژندل شوی دی. بوسنیايي مسلمان، چې ځانونه بوسنایک (جمع بوسنایکان) بولي، سربان او خرواتان. ګوندونه یې هم په قومي بنیادونو وېشل شوي او له همدې لارې واک ته د رسېدو هلې ځلې کوي.
په دې سرشمېرنه کې به بوسنایکان د لومړي ځل لپاره اجازه ورلري چې ځانونه بوسنایکان وبولي. پخوا له دې مسلې سره د بوسنیا سربان او خرواتان مخالف ول.
په سارایه وو کې د سرشمېرنې د پروژې یو غړی صفي الدین توکیچ وايي دا مسله مهمه ده چې بوسنیايي مسلمانان ځانونه بوسنایک بللی شي.
« دا تاریخي سرشمېرنه ده ځکه د استرو – هنګريانو له دورې راوروسته چې بوسنایکان مجبوره کړای شول چې ځان ته محمدیان ووايي، دا به لومړی ځل وي چې بوسنایکان ځانونه بوسنایک وبولي.»
ټاکل شوې ده چې د سرشمېرنې لومړنۍ نتیجې په ۹۰ ورځو کې اعلان شي خو دا امکان شته چې یوکال وروسته وروستی راپور خپور شي.
د بوسنیاوالو دا تجربه د افغانانو لپاره هم د پاملرنې وړ ده. په افغانستان کې هم یو شمېر قومپالان هڅه کوي چې قومي هویتونه برجسته شي، په ملي سرود کې یې یادونه شوې وي، په تذکرو او پاسپورټونو کې یې ذکر وشي.
آیا فکرنکوی چه ددغی لیکنی موخه او مطلب مو دادی چه په افغانستان کی هم قومپالان راوپارویی، اویا به مومطلب داوی چه د اکثریت قوم لیکوالان اوتبصره لیکوونکی په نوروقومونو په قهر اوغوسه کړی.
خیر په هرصورت ددغی لیکنی موخه اودلیکنی ځینی برخی ماته …… چپه ښکاری.