تاند- د هالنډ په هېګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې تایید کړه چې د بوسنیايي خرواتانو یوه سیاستوال، چې د جنګي جرمونو په تور محاکمه کېده، په محکمه کې د زهرو غوړپ وکړ او ومړ.
سلوبودان پارلجاک یو له ۶ متهمانو څخه و چې محکمې ته حاضر شوی و خو په محکمه کې یې زهر وڅښل او روغتون ته تر رسېدو لږ وروسته یې ساه پرې کړه.
نوموړی په ۲۰۱۳ کال د اوسنۍ بوسنیال د موستار ښار په ختیځ کې د جنګي جرمونو په خاطر په ۲۰ کاله بند محکوم شوی و.
خو پارلجاک د محکمې پر پرېکړه اعتراض کړی و او د استیناف غوښتنه یې کړې وه. کله چې یې د چهارشنبې په ورځ په استیناف محکمه کې واورېدل چې د ابتدايي محکمې حکم د تایید وړ دی، لږ شا ته شو او یو ګیلاس یې پورته کړ. په ګیلاس کې زهر ول.
ده د زهرو له څښلو وروسته قاضي ته وویل«زهر مې وخوړل.»
د محکمې ريیس سمدلاستي امر وکړ چې د محکمې د سټېج او د حاضرو کسانو ترمنځ پرده کښته کړي. قاضي همداراز د محاکمې بهیر وځنډاوه.
پارلجاک د بوسنیايي خرواتانو یا کرواتانو د دفاعي ځواکونو قوماندان و. دی د پخوانۍ یوګوسلاویا په کورنۍ جګړه کې د ۱۹۹۳ م کال په دوبي کې په ډله ییزو وژنو تورون شوی و.