تاند- بوینګ کمپنۍ د خپلو نویو الوتکو ابتدايي ډیزاین نندارې ته وړاندې کړ.
دا الوتکه د ږغ ۵ برابره چټکه ده او غالباً به په اوبلن هایدروجن چلېږي.
بوینګ د دې الوتکې ابتدايي ماډل یا نمونه د هوايي صنعتونو په کنفرانس کې وړاندې کړه.
دا الوتکه به د سپرلیو لپاره وي او ښايي تر راتلونکو ۲۰ تر ۳۰ کلونو پورې هوايي سفرونو ته چمتو شي.
تراوسه پورې لا تر ږغ د چټکو هوايي سفرونو ټکنالوژي په ابتدايي پړاو کې ده او یوازینۍ بېلګې یې ستوربېړۍ دي چې له مځکې پورته کېږي یا پر مځکه کښېني.
اټکل کېږي چې دا ټکنالوژي به په راتلونکي وخت کې ډېره عامه شي.
د بوینګ له لوري له وړاندې شوي ډیزاینه داسې ښکاري چې په دې الوتکه کې به ۳۲ سپرلۍ او عمله ځاییږي.
د دې الوتکې ډیزاین تر ډېره کنکورد الوتکو ته ورته والی لري.
کنکورد هغه الوتکې دي چې د لندن – نیویاک او پاریس – نیویارک ترمنځ یې سپرلۍ وړلې راوړلې.