هندوستان په نړۍ کې دهغو هېوادونو په سر کې دی چې دېموکراسي پکې له نورو هېوادونو ډېره پلې کيږي. په دغه هېواد کې د هر دين  پيروانو لپاره د عباداتو او رواجونو اجازه او ازادي شته او ښايي همدا لامل وي چې دنړۍ تر ټولو پياوړې ولسواکي په همدې وطن حاکمه ده. له دومره ازاديو او ګڼو مذهبونو او له دومره لوی شمېر وګړو سره سره، د نورو ټولنو پرتله د تاوتريخوالو کم رپوټونه ترې ورکول کېږي.

يوه مشهوره قول دی وايي چې ډب نه وي ادب نه وي. هندوان چې يوه ډېره برخه يې دافغانستان په څېر له بې وزلۍ رنځيږي، ښايي دومره به هم ارام نه وي  چې له خپلو پراخو ازاديو ناوړه ګټه وا نه خلي، خو خبره د ډب او دقانون دحاکميت دی. په هندوستان کې مالوماتو ته د لاسرسي نوی قانون په ۲۰۰۵ کال تصويب شو. د دې قانون له مخې، له ځينو حساسو او د کشمير اړوند مسايلو پرته، عام وګړي له چارواکو هر ډول مالومات په ليکلي بڼه غوښتی شي او که حکومتي چارواکي په ټاکل شوي وخت کې مالومات ور نه کړي، مالي جريمه کيږي.

خو له دې ټولو ازاديو سره، رسنۍ نه شي کولای د خپلو مخاطبانو دجلب لپاره داسې څه خپاره کړي چې په رښتيا ولاړ نه وي او يا يې اساس تشې اوازې وي. په زيړ ژورناليزم کې، د رسنۍ  او يا خبريال اصلي هدف په لوړه کچه د اخبارو پلورل او د مخاطبانو راماتول دي. کله چې خبريال د خبريالۍ د ا خلاقو او اصولو پروا ونه ساتي او هڅه يې دپيسو او شهرت موندل وي، کار يې زېړ ژورناليزم بلل کيږي. په نولسمه پيړۍ کې، چې د زېړ ژورناليزم پيل ګڼل کيږي، د امريکا او هسپانيې ترمنځ د جګړې اصلي لامل همدغه ژورناليزم بلل کېده.

ځينې وخت په افغانستان کې رسنۍ په لوی لاس د خپلو مخاطبانو د زياتېدو په هدف زېړ ژورناليزم ته لمن وهي خو کله کله بيا داسې هم کيږي چې خبريالان په غير شعوري ډول او د  نامسلکيتوب له وجې زېړ ژورناليزم ته مخه کوي. دا دوه بڼې يې پر خپل ځای، خو درېيمه هغه يې تر ګردو خطرناکه ښکاري او هغه د بيان له ازادۍ نه د هغو رسنيو ناسمه او سياسي ګټه اخيستنه ده چې له ګوندونو، ټوپکمارو او زورواکانو سره تړلې دي.

دا ډول رسنۍ په لوی لاس وړو او بې اهميته موضوعاګانو ته پراخ انعکاس ورکوي. په خبري مهمو سرويسونو کې داسې دروغي مرکې او رپوټونه خپروي چې مالومات يي اساس نه لري خو اوريدونکيو ته جالبه وي. په افغانستان له بدمرغه په اکثره برخو کې کره مالوما او احصايې نشته او په دغه ډول حالاتو کې د هرې رسنۍ په ځانګړي ډول د سياسي هغو هره اوازه ژر دخلکو زړونو ته لويږي او په يقين يې بدليږي. مثلا ښه بېلګه يې په اوسنيو حالاتو کې د ولسمشر اشرف غني د روغتيا په اړه د ځينو رسنيو رپوټونه دي چې وايي صحي حالت يې سم نه دی. په دغه ډول نازکو حالاتو کې د هېواد مشر په اړه له مبالغو ډک رپوټونه دخلکو ذهنيت ته لوی زيان اړولی شي. خو په حقيقت کې هغه هره ورځ  د درې- څلورو لويو غونډو مشري کوي. نو ښکاري چې ځينو رسنيو د مشخو اهدافو لپاره دغه ډول رپوټونه خپاره کړي دي.

ځينې وخت په افغانستان کې بعضي ځانګړي ګوندونه چې له حکومته ډېر امتيازات غواړي او رسنۍ هم لري، د بيان له ازادۍ نه په ناسمې ګټې اخيستنې د خپلو ګټو لپاره تل زېړ ژورناليزم کاروي او داسې مطالب خپروي چې د حکومت پر هرې ښې او بدې کړنې نيوکې کوي. له بده مرغه دا کار په تيرو څو کلونو کې ډېر ليدل شوي او اوس هم په لويه کچه کيږي.

هغسې چې په نړۍ کې هر څه نسبي ازادي لري، ژورناليزم هم ترې مستثنا نه دی او د ژورناليزم لپاره  ټاکل شوي اخلاق او اصولو خپله د غه مسلک ته ازادي ورکوي. خو ځينې بيا دا تصور کوي چې خبريال يا رسنۍ پرته له هر ډول مسووليت هغه څه ويلای او خپرولی شي چې خپل زړه يې ومني. د افغانستان په ځينو سيمه ييزو تلويزيونونو او راډيو ګانو کې خو يو شمير ژورناليستانو له دغه مسلک نه سمه تېره توره جوړه کړې او داسې يې کاروي چې ته به وا  پر دښمن  يې ګذار کوي. دا ډول کارونه بيا د بيان د ازادۍ برخه نه، بلکې زېړ ژورناليزم او د بيان له ازادۍ ناسمه ګټه ده.

د افغانستان په څير يوه هېواد کې چې ځينۍ وخت بعضې رسنۍ پکې د قومونو ترمنځ لانجو ته لمن وهي او ملي ګټو ته زيان رسوي، ښايي د حکومت له خوا يې خپلو مسووليتونو ته پام اړول، دبيان ازادۍ محدوديت ونه بلل شي. د زېړ ژورناليزم او د بيان له ازادۍ د نا سمې  ګټې اخيستنې يو بل لوی زيان دا هم کيدای شي چې پر رسنيو دخلکو باور زيانمنيږي. صادق، له اخلاقو او اصولو سره سم مسلکي ژورناليزم د افغانستان د کړکيچ په کمولو کې پراخ ونډه اخيستی شي لکن زېړ ژورناليزم دغه بحران لا پيچلي کېدو ته ټيل وهي.د دغه ډول حالاتو مسووليت تر ډېره  د رسنيو مالکانو او  ژورناليستانو ته متوجه کيږي.  پاک ژورناليزم د هرې  ټولنې د وګړو د ذهنيتونو په روښانونو کې مهمه ونډه لري خو زيړ ژوناليزم يې بيا کندې ته بيايي.

یادونه: دا لیکنه په ځوان غبرګون اوونېزه کې هم خپره شوې ده.
One thought on “د بيان ازادي که زېړ ژورناليزم/ حفيظ الله معروف”
  1. معروف صیب!!! ړیره ښکلې موضوع مو ټاکلې ده په رښتیا هم چې په ټول افغانستان او په ځانګړي ړول په کونړ کې زیړ ژورنالیزم دود شوی دی ټول ژورنالیستان ژورنالیزم د روپو د ګټلو لپاره کاروي نه د اولس او ټولنې د ښیګړې لپاره.
    ستاسو نه مو هیله داده چې موضوع پرې نه ږدې او نوره یې هم وڅیړئ په مننې سره.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *