په لندن کې د ځينو اوباشانو له لوري ولسمشر غني ته شوی توهين په کوم ټبر او شخص پورې نه دی تړلی، بلکې دا د افغانستان د ولس توهين او سپکاوی دی، خو  شوي توهين ته اوس د دې کسانو او افغانستان ضد کړيو له لوري د بيان د ازادۍ رنګ او نوم ورکول کېږي. د بيان د ازادۍ په نوم په بيا بيا د هېواد ملي شېرازې ونړول شوې او په همدې بهانه ډېری کسان په افغانستان او د افغانستان پر ملي نوامسو ور وختل، دا جرئت يې ورځ تر بلې زيات شو.

که هروخت د داسې افغانستان ضد حرکتونو او کړنو مخنيوی شوی وای، نن به چا د داسې يوه پوچ حرکت جرئت نه وای کړی.

ښه مې ياد شي چې د پارلمان ډېری غړيو ټبرونه توهين کړل. ښه مې ياد شي چې يوه مخور او مشهور کس د غازي امان الله خان هډونه په ګور کې نارامه کړل، خو چا ترې پوښتنه هم ونه کړه، بلکې دې کسانو خپل نور ځري وزيږول او استفاده کړل.

دې ته په کتو سره ګڼې داسې کړنې تر سره شوې، خو د مخنيوي لپاره يې سرکار غوږونه کاڼه کړل، دې کارونو په وروسته کې ډېرو ته دا جرئت ورکړ چې داسې حرکات تر سره کړي، بلاخرهپايله يې دا را ووته چې په بهرني ملک کې د يوه دښمن په لمسون يوه ډله ځوانان چې ځان مدني فعالان ګڼي، په داسې کارونو لاس پورې کړ چې د افغانستان يوالی يې زیانمن کړ. د افغانستان دښمن د همدې لپاره په کمين کې ناست دی چې له داسې افغانستان ضد کسانو څخه د خپل ځان په ګټه کار واخلي.

افغانستان اوس هره لحظه په هغه اور کې سوځيږي او لولپه کېږي چې د ګاونډيانو له لوري ورته پلته وهل شوې ده، دا اور اوس ژبغړانده کېږي او که يې بيا هم مخه ونه نيول شي، د افغانستان لمن به ترې وسوځيږي.

د دې کسانو ډېری د مدني حرکتونو په نامه د افغانستان ملي ګټې تر پښو لاندې کوي. دا کارونه تر ډېره د خپلو بادارانو د خوښ ساتلو او له هغو څخه د امتيازاتو تر لاسه کولو لپاره تر سره کوي.

د بيان د ازادۍ په نوم درول شوي دېوالونه خورا ټېټ دي چې هر غل او غدوی په اسانۍ تر اوړي او هر وخت په همدې نوم د افغانستان وقار او ملي يوالي ته زيان رسوي. دا يوالونه بايد يو څه دنګ شي، تر څو نور غل د چا په کور ور وانه وړي، د چامال، ونه خوري او د چا ناموس بې عفته نه کړي.

سرې کرښې دې وټاکل شي، هغه لاسونه دې لنډ شي چې هروخت يې په کور د ننه د افغانستان استقرار او يوالي ته زیان اړولی دی.

د افغانستان ولسي جرګې له لوري په لندن کې د ولسمشر غني پر وړاندې د غیر مسوولو کسانو مدني ضد اعتراض غندنه او د هغوی لپاره د نړیوالو معیارونو له مخې سزا غوښتل يو په ځای اقدام دی او حکومت هم ځينې داسې مسايل له دې وروسته ناديده ونه ګڼي.د ولس استازي دې فشار راوړي چې په کور د ننه هم ځينې داسې فکر لرونکي او نفاق خورونکيو کړيو او افرادو مخه ونيسي او د بيان ازادۍ په برخه کې دې د وطن حالاتو ته په کتو سره ځينې ملاحظې را منځته شي.

د لندن په يوه کنفرانس کې رامنځته شوې لانجه تر ډېره دستوري وه، هغه مهال چې ولسمشر غني افغانستان سره د پاکستان او ايرانپه تېرو څلوېښتو کلنو نادود رڼا اچوله، د خبرو او توهين ګزارونه پيل شول او له موضوع څخه بل لورته پام ګرځولو هڅه وشوه.

په دې تړاو په لندن کې د افغانستان سفارت هم تر ډېره پړ دی چې تر دغه کنفرانس دمخه يې ځينې ناوړه حرکتونه ليدلي وو، خو د مخنيوي لپاره يې هڅه نه وه کړې، ولسمشر يې په جريان کې نه وو اچولی.

One thought on “د بيان ازادۍ دېوالونه دنګ کړئ/ هېواد افغان”
  1. زموږ ماشومان کله چې په لوبو کې سره وران شي، نوهغه کمزورئ زورور ته وائې: ولا چې ابه ته ونه وایم۰ نو دا په ظاهره زورور ورته وائې چې: ( ځه لاس دې تر لندنه خلاص)۰
    اوس هم په ایران کې زیږیدلي اولوی شوی قومي، ژبنی اومذهبي متعصبینو، د بیان آزادي زده کړه او خبره ئې په ریښتیا لندن کې خپلو اباخیلو ته یوړه۰ نواوس به موږ ورته وایو چې: (ځۍ لاس مو د ایران تر اتومه خلاص)۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *