سپین روان –
د بريتانوۍ ليکوالې ” بياټريکس پاټر” کيسه چې له ليکلو يې څه باندې سل کاله تېر شوي په لومړي ځل يې د خپرېدو لپاره موقعې برابره شوه.
د ” کيتي چکمه پوش” کيسه د ” جوهنکس” په نوم خپرونکي له خوا موندل شوې ده؛ دې کس دا کيسه په هغه بيوګرافۍ کې موندلې چې نور يې د خپرېدو چانس نه و موجود.
د دې کتابچې انځور د ” کونئيتن بليک” چې، د ” رولډ ډال” د داستانونو په انځورګرۍ کې شهرت لري، له خوا کښل شوى دى.
” پاټر” له دې په لاس کښل شوې کيسې سره يوازې يو انځور ضميمه کړى دى.
دا ليکواله چې د ” پيټر ربيټ يا پيټر سويې” داستانونو د ټولګې په ليکلو شهرت لري، دا په لاس ليکلى داستان يې هم په ١٩١٤ زيږديز کال کې د خپرېدو لپاره لېږلى و.
د ” کيتي چکمه پوش” په کيسه کې د ” پيټر ربيټ” ارامه او پخوانى شخصيت هم حضور لري.
د ” پاټر” نورې درې ليکنې د لندن په ويکتوريا او البرټ موزيمونو کې پيدا شوې چې د ښوونځي په عادي کتابچو کې ليکل شوې دي.
” هلن بياتريکس پاټر” په ١٨٦٦ زيږديز کال په لندن کې په يوه شتمنه کورنۍ کې نړۍ ته راغلې وه، خو ماشوماتوب يې ډېر په يوازې توب او انزوا کې تېر کړى دى.
مېرمن ” پاټر” د ژوند ډېره برخه په سکاټلنډ کې تېره کړه په همدې دليل يې له شنه او وحشي چاپيريال څخه اغېزمنه شوه او د همدې اغېز په چوکاټ کې يې هستونې وکړې.
دې د ماشومانو لپاره درويشت ټوکه کتابونه وليکل چې مشهور يې” پيټر سويې يا پيټر ربيټ” ده، دا کتاب پنځه ديرش ژبو ته وژباړل شو او يوسلو يو پنځوس ميليونه نسخې يې خرڅې شوې.
مېرمن ” پاټر” په ١٩٢٠ زيږديز کال د وجودي کمزورۍ له امله ليکوالي پرېښوده او په ١٩٤٣ زيږديز کال په ډسمبر مياشت کې مړه شوه؛ خو هغه کيسې او داستانونه چې دې د ماشومانو لپاره ليکلي اوس هم ځانګړى ځاى او شهرت لري.
سپين روان نورزى