تاند، جمعه، د حمل ۲۲مه: د بښنې نړیوال سازمان نیوکه کړې چې ولسمشر غني د کورونا له کبله د بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړی دی خو د لسو ورځو په تېرېدو ددغه فرمان په اړه کافي اقدامات ندي شوي.
دغه سازمان نن جمعه په یو بیان کې ویلي، چې د کورونا له کبله په افغانستان کې ښځینه زندانیانې او د هغوی ماشومان په ځانګړي ډول له سخت ګواښ سره مخامخ دي او باید چې د دوی خوشې کولو ته ترجیح ورکول شي.
ولسمشر غني دوه اوونۍ وړاندې فرمان ورکړ چې د خفیف جرم او ډېر عمر لرونکي بندیان دې له زندانونو خوشې شي چې په اړه یې د زندانونود تنظیم اداره وايي، تر دې دمه یې نږدې ۳ زره بندیان خوشې کړي دي، په داسې حال کې چې تر اوسه باید لس زره بندیان خوشې شوي وای.
خو د بښنې سازمان د جنوبي اسیا مشر بیراج پټنایک دا اقدامات کافي نه بولي او وايي د لسو ورځو په تېرېدو تر اوسه هیڅ نه دي شوي په ځانګړي توګه د ښځینه بندیانو د خوشې کولو په تړاو هیڅ پرمختګ نه لیدل کېږي: (( حکومت باید د ښځینه بندیانو د خوشې کولو په تړاو جدي اقدامات وکړي، دوی باید له خطره وژغورل شي او کورونو ته ولېږدول شي.))
دا په داسې حال کې ده چې کورونا په افغانستان کې ټولنیز ګردش ته داخله شوې او تر دې دمه یې ۵۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې د مړو شمېر یې ۱۵ او د روغو شویو کسانو شمېر یې له ۳۲ څخه اوښتی دی.
وګورئ، زندانونه په پټهانیو ډک دي او خود به ډک وي… پټهانیه! چې ورور وژنې تربور وژنې چې له دې بیکاره شوې بیا معلم و متعلم و تحویلدارو چوکیدار وژنې ځالې ته یې اوراچوې او رستګار رستګار شې. خو بیا د شیطان مدرسه درته د ایمان ذریعه ښکاري. نو خود به یو سورکونی چې په مرګ و زندانولو دې ستړی بیا به بل شین سترګی راځي یا به تورکونی راځي مسخ کوي به دې، د ذلت و ذلالت نندارې ته به دې موسکی موسکی کیږي او ته به نیشه وې په خرتوب کې
خو پټهانیه، اوس به خپل ذلت هم درته وجاهت ښکاري