تاند، دوشنبه، د میزان ۱۵مه: د قوانینو کمېټې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په وړاندیز پرېکړه کړې ده چې د جرم د ثبوت لپاره په داسې حال کې چې اسناد هم موجود نه وي، یوازې باصلاحیته محکمه د بکارت دپردې د معاینې حق لري.

 د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ د قوانینو کمېټې ویلي چې پرون یې په یوه ځانګړې ناسته کې د جزا کوډ د ۶۴۰مې مادې د دویمې فقرې په تعدیل بحث کړی دی چې د بکارت پردې د معاینې په تړاو په کې حکم شوی دی.

یاده کمېټه وايي، پرېکړه یې وکړه چې له دې وروسته یوازې باصلاحیته محکمه د نجونو د بکارت د پردې معاینه کولو حق لري.

د بکارت د پردې په تړاو اکثرو سیمو کې خلک حساس وي او ګڼ مهال چې ډاکټرانو ټینګار کړی دا پرده د نجونو د ټوپ اچولو له کبله هم شکېږي، خو په کورنیو کې بیا له دې څخه د ناموسي وژنو خبرونه هم راپورته کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *