تاند- د امریکا دفاع وزارت (پینتاګون) نن /دوشنبه/ اعلان وکړ چې په بګرام کې د شنبې د ورځې د حملې په ټپیانو کې ۲ نورو امریکايي پوځیانو ساه ورکړه.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د دغو دوو امریکايي پوځیانو له وژل کېدو سره د بګرام د هوايي اډې د انتحاري حملې د تلفاتو شمېر ۶ تنو ته ورسېد.

پینتاګون د وروستیو دوو تنو، چې له ټپي کېدو وروسته یې ساه پرې کړې، نومونه (ټایلر آر لوبیلټ) او (جان ډبیلو پرې) وښودل او ویې ویل چې لومړی شل کلن و او د ایلینویز ایالت اوسېدونکی و او دوهم د کلیفورنیا و.

په دې چاودنه کې څلور امریکایان، چې دوه پوځیان او ۲ قراردادیان ول، سمدستي ووژل شول او ۱۷ نور ژوبل شول. په ټپیانو کې یو پولنډی پوځي هم شامل دی.

د پروان د بګرام ولسوال د حمله کوونکي په اړه ضد و نقیض څرګندونې کړي. لومړی یې د هغه نوم قاري عنایت اله وښود وروسته یې وویل چې نایب نومېده.

د حمله کوونکي په اړه د بګرام ولسوال دا ادعا هم کړې چې د لغمانیانو د کلي اوسېدونکی و او په ۲۰۰۸ کې د سولې له بهیر سره یوځای شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *