دویم څپرکی
د نکایا ښار پاتې شونې ـ د شاهي پخوانی او نوی ښار ـ د کوشاني دورې کنډوالې ـ بودایی دوره – اسلامي دوره
د غوربند او باریکاب د سیندونو تر منځ واټن په ځینو ځایونو کې ۱۵ کیلو متره او په ځینو کې له دې څخه زیات او کم دی، تر هغه ځایه پورې، چې بیا دا دواړه سیندونه په ختیځه برخه کې سره یو ځای کېږي. د دې جلګې پر مخ یو شمېر کنډوالي پرتې دي، چې اوسمهال د کنډوالو بڼه نه لري؛ خو د وخت د تېرېدو له امله یی شکل بدلون کړی دی، د کلک والي اغېز یی هم له منځه تللی دی؛ خو د کودړو« تیکر» په کتو سره یی پخوانۍ ابادي اثباتېږي. که څه هم د مستر ویلسن «H .H.Wilson» ، مستر کرندل «Crindle » او انګریز موسیو هاکن د نظریو په اساس بګرام د یوناني ښار « نیکایا» له پاتې شونو څخه دی او « ارین» یی یادونه کړې ده. په دې اساس د کنډوالو هغه ښکلې برخه، چې د غوربند د سیند په اوږدو کې پرته ده د یوناني دورې سره تړاو لري. همداسې د نورو کوشاني، بودايي او اسلامي دورو اغېز یې هم لیدل کېږي. د دې له پاره چې موضوع ګډه وډه نه شي نو لومړی به د یوناني دورې کنډوالې تشریح کړو وروسته به پرنورو دورو هم نظر واچوو.
د کاپیسا په جلګه کې یا په کوهدامن او اوسني کوهستان کې یونانیانو یو شمېر ښارونه جوړ کړي وو، چې له هغو څخه غوره د «قفقاز سکندریه» او د «نیکایا » ښار و. کله چې اروپایان افغانستان ته راغلل د دې دواړو ښارونو د موقعیت په اړه یی بېلابېلې نظریې وړاندې کړلې. په اخر کې په بېړه داسې پریکړه وشوه، چې د قفقاز سکندریې موقعیت په جنوب د هندوکش کې اوسني جبل السراج دی او د «نیکایا» موقعیت بګرام کې دی.
څرنګه چې دا موضوع د دې څپرکې پورې اړه نه لري؛ نو له اضافی تشریحاتو څخه تېرېږو او دېته کتنه کوو، چې د یادو شو ښارونو کنډوالې څه ډول بڼه لري او په کومه بڼه جوړې شوې وې؟ د موسیو فوشه له نظره د یوناني دورې څرګنده کنډواله عبارت له عبدالله برج څخه ده، چې « شاهي ښار» یی ورته ویلې او ښه به دا وي چې « شاهي کلا» یا « شاهي ارګ» ورته وویل شي.
عبد الله برج مستطیل شکله کلا ده، چې د بګرام د جلګې شمالي څنډې «سنګلاخ» په وورستۍ لوړه برخه کې، چې د غوربند او د پنجشیر د سیندونو د بهیدو ګډه برخه ده پرته ده. یوه څنډه یی له شمال څخه جنوب خواته سل متره او بله څنډه یی له ختیځ نه لویدیخ ته دوه سوه متره اوږدوالی لري، ځکه چې چار چارپیره یی دیوال و اوسمهال یی دا برخې له نورو برخو څخه لوړې ښکاري او منځنۍ برخه یی د کرنې لاندې راغلې او خپل بڼه یی د لاسه ورکړې ده. د هغه زیارت په اساس، چې جنوب لویدیځ څنډه کې پروت دی د « برج عبدالله» په نوم یادیږي.
د موسیو فوشه په اند: « په وروستیو وختونو کې یونانیانو خپل ارګ له دې ځای څخه پنځه سوه متره لرې وړی دی او په یوې بلې مستطیل شکله ځای کې یې د ابادۍ بنسټ ایښی دی». دا نوې احاطه (ځای) د موسیوفوشه په باور د پخواني شاهي ښار لمن وه او د تازه والي له پلوه موسیو هاکن هغه نوي شاهي ښار یاد کړی دی. لومړنی شاهي ښار یوازې یوه کلا وه؛ مګر دا له هغې څخه څو ځلې لوی دی. چې سور یی شمال او جنوب خواته نژدې ۱۵۰ متره دی او اوږدوالی یی ۴۵۰ متره دی» . مو سیو هاکن لیکي: « جنوب لویدیځ لورته د نوي ښار سره هغه پنډ دیوال چې د غټو خښتو څخه جوړشوی و تړاو درلوده او دې درېیمې احاطې، د بازار او د اوسېدونکو کورونو ته پنایی جوړه وله» .
د کنډوالو دا دوه برخې د فرانسوي پوهانو له نظره د یوناني شاهي ښار پاتې شونې دي، چې تر ټولو مهمې کنډوالې د بګرام د سیمې دي، چې دوه نیم کلیو متره احاطه لري.
کوشاني دوره
کوشانیان په لومړۍ، دویمه او درېيمه میلادې پېړۍ کې په بګرام کې د یونانیانو په ابادیو کې میشت شول او سیکې یی زیاتره د نوي ښار د احاطو له کنډوالو څخه په لاس راځي؛ ځکه چې کوشانیان د زیات وخت له پاره په بګرام کې مرکز درلوده او لوی کنیشکا پرمهال دا ځای د دوی د اوړي پلازمینه و؛ نو هیڅ امکان نه لري، چې دوی د شاهي نوي ښار په احاطه کې نوې ابادي کړې نه وي.
د دوی دوره د پرمختګ له مخې د اریانا یوه مهه دوره ده. زما په باور د شاهي نوي ښار د کنډوالو یوه لویه برخه، چې په حقیقت کې د همغه پخواني یوناني شاهي ښار لمن ده د دوی د دوران د ابادیو استازیتوب کوي؛ ځکه چې کوشانیان د یونانیانو په ځایونو کې میشت شوي دي. د دوی ابادۍ په پخوانیو ابادیو کې رامنځته شوې دي. هغه بازاري دوکانونه، چې د دوی د دورې پورې اړه لري د نوي ښار په لویدیځه برخه کې د ښار د عرض«سور» په اوږدو کې اباد شوي وواو د دوی د شاهانو ډېرې زیاتې سیکې پیدا کېږي.
بودايي دوره
پام مو وې، چې دلته له بودايي عصر څخه کومه ځانګړې دوره هدف نه ده، چې وروسته له یوناني او کوشاني دورو څخه رامنځته شوې وي؛ ځکه د دواړو دورو په وروستیو کې بودیزم په افغانستان کې مروج و. هغه کنډوالې چې په لاندې توګه تشریح کوو د بودایی مذهب تاریخي اثارو پورې اړه لري او هغه مو د بودایی دورې تر سرلیک لاندې راوړي دي. په دې کې شک نشته، چې زیات شمېر به یی د کوشانیانو په وخت کې جوړ شوي وي. بودایی اثار د بګرام په کنډوالو کې په خاورو کې پاتې شوې دي او د دې دورې مذهبي تعمیرونه« ودانۍ» په خپل کلاسیک وضعیت کې د نړېدو نه وروسته بیا هم یو ډول دي که هغه د جنوب یا لویدځ خواته وي، د شاهي نوي ښار کنډوالې ، که د پهلوان غره شاو خوا وي په ټولو ځایونو کې مربع بڼه عبادت ځایونه او په مخامخ څنډه کې یې لوړې او ګردې استوپې لیدل کېږي. د پهلوان غر، چې د هرم په بڼه د بګرام په ختیځه برخه کې پروت دی په بودايي دوره کې یو عبادت ځای مقام ځانته غوره کړی و. اوس هم د هغې په شاو خوا کې لرې او نژدې د اته«۸» عبادت ځایونو پاتې شونې لیدل کېږي او مشهورعبادت ځای یی د شمالي لمن د پنجشیر د سیند اوبو بهېدو په لوړه برخه د «شترک » پوزه کې، د عبدالله برج په درې کیلو متري کې پروت دی. د ګومان له مخې کېدای شي دا هغه عبادت ځای وي، چې چینې زایر هیوان تسنګ د « شا ـ لو – کیا» عبادت ځای په نوم یاد کړی دی. پرته له پورتنیو یادو شو کنډوالو څخه، چې یوې ځانګړې دورې پورې تړاو لري یو شمېر نورې کنډوالې هم شته چې باید په لنډه توګه ورته اشاره وشي.
د پهلوان غره د جنوب ختیځ لمنې په دولس کیلو متري کې د باریکاب سیند د اوبو د بهېدو په سیمه کې د یوې پخوانۍ لویې کلا کنډوالې پرتې دي چې اوسېدونکې یی د کافر کلا په نوم یادوي. په درې واړو( لویدیځ، ختیځ او شمالي څنډو) کې د برجونو او دیوالونو اثار په ښکاره توګه لیدل کېږي. پرته له کندنو څخه ستونزمنه ده، چې دا په کومې دورې پورې وتړو. که چېرې د دې د دیوالونو او برجونو د خرابوالي وضعیت ته وګورو اوګمان وکړو کیدای شي، چې د کوشاني دور لومړیو وختونو پورې او یا هم له هغې نه مخکې دورې پورې اړه ولري.
په پای کې د بګرام د کنډوالو په ۷ کیلومتري کې جنوب خوا ته د هغه سړک په ښي خوا کې چې باریکاب خوا غزیدلی دی داسې ځای شته، چې سطحه (مخ) یې د کودړو«تیکر» په ټوټو فرش ده. د سیمې اوسېدونکو، چې ډېرې سیکې له دې کنډوالې څخه لاسته راوړي دي په پښتو ژبه کې « د پیسو غونډۍ» یانې د سیکو د غونډۍ په نوم یادوي. د دې ځای کودړۍ«تیکر» د «غلغلې» اسلامي ښار کودړو «تیکر»سره ورته دي؛ نو په دې اساس ویلی شو، چې دا غونډۍ د اسلامي دورې پورې اړه لري.