همت یار جانزی:پکتیکا – د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکي د دې ولایت په سرروضه ولسوالۍ کې یې له چاودیدونکو توکیوبار موټر له دوو تنو سره یوځای نیولی دی.

د دې ولایت د سیمه ییزو پولیسو عمومي قوماندان عزیزالله کاروان وایي چې نیول شویو کسانو غوښتل

 چې دغه توکي له میرانشا څخه کابل ته ولېږدوي چې موخه یې د بګرام هوایي ډګر او د څرخي پله زندان وه.

دهغه په خبره  دغه موټر نن چهارشنبه سهار د اوو بجو په شاوخوا کي پولیسو د سرروضې ولسوالۍ د دوراهي په سیمه کې نیول شوی دی.

نوموړی زیاتوي، په دې هینو موټرکې لومړی چاوديدونکي توکي اوله پاسه پرې لرګي ایښودل شوي وو چې د تلاشۍ پرمهال پولیسو نیولی.

قومندان وایې، له دې  موټر سره یې دوه تنه چلوونکي هم نیولي  دي چې دپکتیاولایت دوزې ځدراڼ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

کاروان وایی ، له نیول شویو کسانو څېړنې روانې دي اوهم به دغه توکي تشخیص کړای شي.

دی همداراز وایې، له دې موټر سره په تړاو یې دوه نور خالي موټرونه هم نیولي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *