تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۰مه: په بګرام هوايي ډګر د دوه موټر بم بریدونو او وسله والې نښتې له امله د ملکي ټپیانو شمېر ۸۰ تنو ته لوړ شو.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار تاند ته وايي، د ولایت مقام دقیق معلومات دا دي چې پېښه د کوریايي شفاخانې د دروازې مخې ته شوې چېرته چې په څنګ کې د بګرام نظامي اډه هم ده.

نوموړې وايي، په پېښه کې شفاخانه په بشپړ ډول تخریب شوې ده.

  بلخوا د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي، په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰ تنه ملکیان ژوبل دي او دا ټول هغه کسان دي چې د پېښې په ځای کې یې کورونه وو.

  قدوسي وايي، نن سهار له دوه موټر بم بریدونو وروسته نښته هم شوې ده، چې په همدې حال کې ګرجستان هم د وسله والې نښتې له امله د خپلو پنځو سرتېرو ژوبلېدل تایید کړي دي.

په بګرام  نظامي اډه د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو دا برید په داسې حال کې شوی چې د سولې هوکړه یو وار بیا د طالبانو او امریکایانو تر منځ لاسلیک ته نږدې شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *