تاند- د بګرام ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د نامعلومو وسله والو له لوري د یوه ښوونځي د مدیر له وژل کېدو او د یوه زده کوونکي له ټپي کېدو وروسته نن مظاهره وکړه.

دوی وايي چې د بګرام ولسوالۍ ستونزې ډېرې شوي دي.

د ښوونځي مدیر د یکشنبې په ورځ ووژل شو.

مظاهره چیانو د دې پېښې په وړاندې اعتراض څرګند کړ.

د پروان د پوهنې رييس زلمی شهید وايي چې د ښوونځي د مدیر د وژل کېدو ترڅنګ یو زده کوونکی ټپي شوی دی.

«دادخدا جهیش زموږ یو فعال مدیر و، له شاګردانو سره تر سړکه راوتلی و، دوه تنه موټرسایکل سپاره، چې پر یوه موټر سایکل سپاره ول، پر ده ډزې وکړې او شهید یې کړ. یو زده کوونکی ټپي شوی او په خپله داد خدا جهیش ځای پر ځای شهید شوی دی.»

د پروان د پوهنې رييس پر دغه مدیر په حمله کې سیاسي انګېزه ویني.

د ده په باور د دولت وسله وال مخالفان هر هغه کار کوي چې دولت او خلکو ته زیان اړوي. تر دې څو موده مخکې یو بل ښوونکی د داسي ښوونځي مخته ووژل شو چې مخته یې امنیتي پوسته هم موجوده وه.

ده پر امنیتي ځواکونو د انتقاد په ترڅ کې وویل چې هغوی په رڼا ورځ کولای شوای چې قاتلان ونیسي خو دا کار یې ونه کړ.

خو امنیتي چارواکي وايي چې د بګرام امنیت ته یې لازمه پاملرنه کړې ده.

د پروان امنیه قومندان جنرال محمد زمان مموزي مظاهره چیان دسیسه ګر وبلل. ده ازادي راډیو ته وویل:

«یو پلاوی مو ټاکلی چې موضوع وڅېړي او معلومه کړي چې د قتل انګېزه څه وه. زه په خپله ښوونځي ته لاړم، مظاهره چیان عام خلک نه دي، دسیسه ګر دي. دوی د دې مسلې په پلمه پر پوستې حمله کړې ده. په دې ارتباط ۸ تنه نیول شوي. د اصلي قاتل هویت، د پلار نوم او کلی معلوم شوی دی. موږ د هغه په کور کې وسله هم ونیوله. ورور مو یې ونیوه خو په خپله وتښتېد.»

د سیمې اوسېدونکو ویلي چې په دغه ولایت په تېره بیا بګرام کې ناامني او تهدید له وسله والو مخالفانو نه دی بلکې د خپلسرو وسله والو له خوا رامنځته کېږي.

دوی وايي چې خپلسري وسله وال له زورواکو دولتي چارواکو او سیمه ییزو قومندانانو سره تړلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *