د مې (may) درېیمه د بیان د آزادۍ نړیواله ورځ وه. دا ورځ په افغانستان کې د نړۍ د نورو هیوادو په شان په دولتي او خصوصي توګه ولمانځل شوه.
سږکال یونسکو د بیان آزادۍ ورځي ته دا شعار ور کړی وو (مالوماتو ته لاسرسی د ټولو انسانانو بشري حق دی.)
په تېرو شپاړسو کلونو کې د افغان حکومت تر ټولو غټه لاسته راوړنه، د بیان آزادي او مطبوعاتو رامنځته کېدل دي. د نړیوالو په باور نه یوازې دا چېپه افغانستان کې په تېرو شپاړسو کلونو کې د بیان آزادي او مطبوعات رامنځته شول بلکې له ګاونډیو هیوادو څخه په دې برخه کې افغانستان څو ګامهمخکې شوی هم دی. نو دا د افغان حکومت، افغان ولس او افغاني مطبوعاتو لپاره د افتخار وړ ځای دی.
دبي بي سي راډیو په ستاسو ږغ خپرونه کې مې د ځینو وطنوالو نظرونه د بیان آزادۍ په هکله واورېدل،د ډېرو تحلیل او تبصرې امیدواروونکي وې، د وطنوالو ذهنونه روښانه او د شعور سطحه یې لوړه شوې وه، فکر کوم لوي علتونه به یې د بیان آزادې، د مطبوعات چټکپرمختګ او د سواد عامېدل یا لوړېدل وي.
خو له بده بخته د ځينو اورېدونکو ذهنونه لا هم تور او د فکر سطحه یې ټیټه وه، د دوی د نظرونو په اورېدو مې له ځان سره سوچ کاوه چې لا هم ډېر کار او وخت ته اړتیا شته چې د ولس د شعور سطحه لوړه او فکرونه یې روښان شي.
مثلا: یوه اورېدونکي وویل:
(د ټولو خبریالانو سرونه باید ور وخریل شي ځکه دوی ورېښتان چپهو راسته اړوي، د کافر موډونه کوي، دا رقم موډونه نو کله په اسلام او دین کې روا دي.)
دوو نجونو داسې نظر درلود:
(په ټلویزیونو کې ټوله ورځ پردي سریالونه نشرېږي، چې په دې سرهلومړی د پردیو دودونه، مذهبونه، هنرونه او نور منفي شیان په افغاني ټولنه کې خپرېږي او بیا پلویان پیدا کوي.)
د پردېو هیوادو دودونه،کلتورونه او په خاصه توګه هنرونه خپرېدل داسې یو مثال لري لکه په اسمان کې وریځ او د باران اورېدل، که د یوه هیواد اوسېدونکي وغواړي یا نه، په اسمان کې به یې وریځېراځي او پر ځمکو به یې بارانونه اوري. اوس نو هوښیار ملتونه هغه دي، چې له وریځو او بارانو څخه مثبته ګټهواخلي، د باران د اورېدو وروسته د سېلابو د راتلو مخنیوی وکړي او له اوبو څخه پر ځمکو د کرل شوو غنمو په اوبه کولو کې استفاده وکړي.
دودونه هم ټول منفي نه دي ځینې مثبت هم شته. باید هغه مثبت یې را خپل او په ټولنه کې د رواجولو لپاره کار وشي.
د افغانانو لویه ستونزه دا ده چې له هر شي سره مطلق چلن کوي، یو شی به یا تک تور مني یا هم تک سپین وي، په دا منځ کې خړ درسره هیڅ نه مني. د وروستۍ ادعا د ثبوت لپاره د ډاکتر صاحب احسان الله درمل یو پوسټ درسره شریکوم:
(افغانان عجیبه دي، که ورته ووایې، چې د بیان ازادي ده، نو درته وایي: « ښه چې ازادي ده، مور دې، خور دې……» او چې ورته ووایې: د بیان ازادي نشته، بیا نو تسپې هم نه وایي.).